1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشری حقونو فعالان: المان باید د ازبکستان په وړاندی قاطع دریز خپل کړی

۱۳۹۰ خرداد ۱۲, پنجشنبه

کريموف د 21 کلونو څخه ازبکستان کی حکومت کوی. ده د مدنی ټولنی ټول هغه فعاليتونه چی په خوښه يی نه دي منع ګرځولی. المان کی د بشری حقونو سازمانونو د حکومت څخه غوښتي چی د ازبکستان د دولت په وړاندی یو قاطع دریز خپل کړي

https://p.dw.com/p/11T5y
د اسلام کریموف رژيم په هیواد کی خپلی ريښی ځغلولی دی.
د اسلام کریموف رژيم په هیواد کی خپلی ريښی ځغلولی دی.انځور: AP

د ازبکستان ولسمشر، اسلام کریموف، د 21 کلونو راهیسی په قوی مټ حاکميت کړی دی. او په دغه هیواد کی یی هر ډول مخالف ګوند او سیاسی حرکت په نطفه کی له منځه وړی دی.

خبريالان او د بشر د حقونو فعالان د مرکزی اسيا په دغه هيواد کی په مشکل سره خپلي دندي تر سره کوي. امنیتی ادارو د رژیم ډیر مخالفان زندانونو او یا هم د روانې ناروغیو کلینیکونو ته استولې دي.

د بشری حقونو سازمانونو د المان د حکومت څخه غوښتی چی د ازبکستان د سياست په پام کی نیولو سره د دغه رژيم په وړاندی يو واضح او قاطع دریځ خپل کړی.

فعاله ازبکه ژورنالسته، ګالیما بخاربایف، ازبکستان څخه بهر خپل کارونه پر مخ بیایی. د دي په خبره په ازبکستان کی ډیری ستونزی شته چی هره ستونزی یو ځانګړی علت لری.

ګالینا بخاربایف،
ګالینا بخاربایف،انځور: Galima Bukharbaeva

«د اسلام کریموف رژيم په هیواد کی خپلی ريښی ځغلولی دي. خو د دی توان نه لری چی خلکو ته آزادی ورکړي او په هيواد کی اصلاحات رامنځته کړي. ټولۍ سياسی، اقتصادی او ټولنيزی آزادیګانی له منځه تللی چی دغه حالت د دولت د بی کفایتۍ او اداری فساد سبب ګرځی.»

په 2005 کال کی د ازبکستان امنيتی ځواکونو د اندیجان په ښار کی په لاریون کونکو ډزي وکړي چی وويل کيږی په دغي پيښی کی 700 تنو خپل ژوندونه له لاسه ورکړل.

ګالیما دغه پیښه په خپلو سترګو لیدلي. هغه وایي چی ازبکی امنیتی چارواکو پرته له دی چی لاریون کونکو ته خبرداری ورکړی پر هغوی ډزي وکړي.

په حقیقت کی د ازبکستان په هیواد کی سیاسی ګوندونو نشته او د رژیم اکثره مخالفین د مرګ له ویری د هیواد څخه بهر تيښتی ته اړ شوی دي.

ګالیما وايی چی په هیواد کی یی ډیری سیاسی فعالین د کریموف څخه بيره لری. هغه زياتوی چی په ازبکستان د مدنی ټولنی د سازمانونو هغه سیاستونه چی د دولت په خوښه نه وی منعه ګرځول شوی دی.

آژانسونه/ ګل غوټی پوپل
کتونکی: مسعود جهش