1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بغداد د خطر زنګونه: د تروريزم منطق په هکله د ياسمينا خدرا نوی کتاب

۱۳۸۷ اردیبهشت ۳۱, سه‌شنبه

الجزايری ياسمينا خدرا چی اصلی نوم يی محمد Moulessehoul دی د ډيری مودی د پاره د الجزاير په پوځ کی منصبدار و. دی د 2000 ميلادی کال راهيسی په فرانسه کی ژوند کوی او په روان وخت کی د الجزاير د مهمو معاصرو لیکوالو څخه شميرل

https://p.dw.com/p/E31L
انځور: AP Graphics

د ده د مهمو آثارو څخه د تروریزم منطق، د کابل غچيان او د قاتلۍ په نامه د ده اثر چی ډیرۍ جايزیی هم وړی دی. په دغه رومان کی ياسمينا خدرا د اسرایلواوفلسطينیانو ترمنځ په لانجۍ باندی خبری کوی. د ده یو نوی اثر چی د بغداد د خطر د زنګونو په نامه یاديږی په حقیت کی دی د تروریزم په هکله دري ګونی نظر بشپړوی.

د ده له نظره چی د خپل پوځی تجربو څخه يی ترلاسه کړی، تروریزم د يوه ډير ژور آزردګی محصول بلل کیدای شی، چی دغه مساله د ده د نوی رومان په څيرو کی هم لیدل کیدای شی. زمونږ راډيو ي همکاری سوزانی فون شينک د الجزایری معاصر نامتو ليکوال ياسمینا خدرا نوی اثر چی د بغداد د خطر د زنګونو په نامه يادیږی لوستی اوپه لنډ دول سره د دغه اثر په هکله لیکی چی:

د یاسمینا خدرا په نوی رومان کی بيروت، بغداد او د عراق کفرکاران په دښته کی پروت کلی اصلی ځايونه دی. په دغه رومان کی الجزایری ليکوال د يوه عراقی ځوان د ژوند کيسه شه یی.