1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بغلان په پېښه کي 59 ماشومان او 5 معلمين وژل سوي.

۱۳۸۶ آبان ۱۸, جمعه

د افغانستان د ښووني او روزني وزارت ويلي دي چي د بغلان په ځانمرگي بريد کي نهه پنځوس تنه کوچنيان او پنځه تنه معلمين وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/DK81
د يادوني وړده چي ددې پېښي ډيری قربانيان چي د ښوونځيو زده کونکي وه په گوليو ويشتل سوي وه.
د يادوني وړده چي ددې پېښي ډيری قربانيان چي د ښوونځيو زده کونکي وه په گوليو ويشتل سوي وه.انځور: AP
دغه څرگندوني د نوموړي وزارت وياند ظهور افغان د اي اف پي خبري اژانس ته کړي دي. په دې تر ټولو خونړي بريد کي د ولس د شپږ تنو وکيلانو په شمول ټول ټال پنځه اويا انسانانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی. د افغانستان د ښووني او روزني وزير ښاغلي حنيف اتمر ويلي دي چي ماشومان دي نور په سياسي محافلو کي د مېلمنو د هر کلي په موخه راونه غوښتل سي.
د يادوني وړده چي ددې پېښي ډيری قربانيان چي د ښوونځيو زده کونکي وه په گوليو ويشتل سوي وه.