1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلخ اوسيدونکي د بې سواده پوليسو څخه سر ټکوي

۱۳۸۹ دی ۲۰, دوشنبه

د شمال زون د پوليسو چارواکي وايي د پوليسو په جوړ ښت کي د نالوستو د ګراف لوړوالی ددې لامل سوی ترڅو امنيتي پوليس د خلکو په وړاندي بې باوره سي.

https://p.dw.com/p/QpJQ
په بلخ کي پوليس د روزني پر مهال
په بلخ کي پوليس د روزني پر مهالانځور: Hamid Safi

پوليس د خلکو، حکومت او د نړيوالي ټولني د هيلو ستر ګي دي ، هغه ځواکونه چي بايد تر ۲۰۱۴ ميلادي کاله پوري د خپل هيواد امنيتي واګي په غاړه واخلي. خو دغه ځواکونه ولي د خلکو د اعتبار وړ ندی؟

په ښارونو کي ولي خلک د پوليسو له ناوړه چلند څخه سر ټکوي؟ مزارښاريان ددغي ستونزي يو لامل د پوليسو بې سوادي بولې.

د مزارشريف د بلخ دروازې هټيوال حسيب وايي.« موږ يې وينو چي پوليس په ښارکي له خلکو سره ناوړه چلند کوي، خلک زوروي، وهي اوټکوي يې. لامل يې هم دا دی چي ددغو پوليسو ډيری بېسواده دي.»

د مزار ښار بل اوسيدونکي نويد بيا وايي: « هرځای چي بې سواده اوناپوه خلک دي هغوی ځانونه په پوليسو کي شامل کړي نه پوهيږم چي دا ستونزه به کله هواره سي.»

د شمال زون د ساحوي پوليسو د ۳۰۳ پامير قوماندانۍ د تعليم او تر بيه مشر ميرويس حميد هم د پوليسو په جوړښت کي د بې سوادۍ پخلی کوي او وايي.« هغه سروي چي په شمال زون کي تر سره سوي ۷۲ په سلوکي زموږ پوليس سواد نه لري. زه په يقين سره دا ويلای سم چي بې سواده پوليس ددې لامل سوي ترځو د خلکو او دولت ترمنځ واټن ډير سي .»

حميد زياتوي بې سواده پوليس په خپل چلند نه پوهيږي او د خلکو د زوروني سبب ګرځي. خو موږ په دې هڅو کي يو تر ځو د پو ليسو د مسلکي روزلو تر ځنګ دوی ته د سواد او زدکړي زمينه هم برابره کړو.

دا په داسي حال کي ده چي نړیواله ټولنه غواړي تر ۲۰۱۴ کاله پوري د افغانستان د امنيتي چارو ټول مسووليت افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري. څو ورځي وړاندي نړیوالي ټولني هم په افغان امنيتي ځواک کي د بې سوادۍ د کچي د لوړوالي څخه انديښنه ښودلې ول.

د شمال زون د پوليسو چارواکي وايي په تيرو درو لسيزو جګړو کي د افغانستان ډيری ځوانان د سواد د زده کړي له نعمته بې برخي پاته سوي او دومره سواد لرونکي ځوانان نسته چي د افغان ځواکونو په ليکو کي شامل سي.

د چارو کارپوهان وايي دغه ستونزي به هغه وخت هواري سي چي نړيواله ټولنه د افغان ځواکونو د مسلکي کولو، روزني او تجهيز کولو ترڅنګ ددغو ځواکونو سواد ته هم بشپړه پاملرنه وکړي.

حميد صافی/ مزارشريف

کتونکی: نجيب الله زيارمل