1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلخ د تخنیکم انستیتوت بیا رغول کیږي

۱۳۹۰ بهمن ۱۷, دوشنبه

د آلمان هیواد د بلخ ولایت تخنیکم پر بیا رغولو سربیره یو بل تخنیکي انستیتیوت هم پکښې جوړوي. د دغه پروژې چارې په راروان میلادي کال کې پیلیږي.

https://p.dw.com/p/13xoi
انځور: Hoshang Hashemi

د بلخ ولایت د تخنیکي اوسکتوري خدماتو د ادارې رئیس ذبیح الله اختري، دویچه ویله ته وویل چې د آلمان هیواد د اقتصاد وزرات یو پلاوی چې د روانی اونۍ په سر کې بلخ ولایت ته راغلی وو، د بلخ ولایت له والی عطا محمد نور سره، د لیدنې پر مها ل د شپږو ملیونو یورو په لګښت د دغی پروژې د بیارغاونې په سر هوکړه کړې ده:

« موږ نوموړي پلاوي ته په بلخ ولایت کې د اوو تخنیکي ښونځیو د جوړیدو، د بلخ د تخنیکم د بیا رغیدو او د یوه تخنیکي انستیتیوت د جوړیدو وړاندیز کړی وو. له نیکه مرغه د آلمان د اقتصاد وزرات  موږ ته د تخیکم د بیا رغولو او د یوه تخنیکي انستیتیوت د جوړولو زیری راکړ.»

اختري په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د بلخ په تخنیکم کې به د استفادی وړ تأسیسات بیا ورغول شي او د ضرورت وړ به رانیول شي. د نوموړي په وینا د تخنیکي تأسیساتو د دغه سترې پروژې کار به د راروان میلادي کال په سر کې پیل شي. د نوو تخنیکي وسایلو اخیستل هم د دغی پروژی یوه برخه ده. اختري وویل:

« په دغه انستیتیوت کې به محصلینو ته د بریښنا تخینک، د نفتو او ګاز د استخراج او نورې تخنیکي زده کړې ورکول کیږي او همدا شان به پکښې د مسلکي لیسو استادان هم روزل کیږي.»

اختري زیاته کړه چې په دې لټه کې دئ چې د آلمان هیواد دې ته وهڅوي چې د بلخ په  ولایت کې د اوو مختلفو تخنیکي ښونځیو د جوړیدو وړاندیز هم ومني.

په بلخ ولایت کې اوس مهال د نفتو او ګازو پر یوه تخنیکم سربیره د زراعت یوه لیسه هم شته خو د مسلکي ښوونکو د کمښت له کبله ئې چندانې وده نه ده کړې.

چارواکي هیله لري، چې د نوې انستیتیوت په جوړیدو او د تخنیکم په بیارغولو سره به په راتلونکي وخت کې د مسلکي استادانو د کمښت ستونزه هم له منځه ولاړه شي.
 
مزار شریف/ عبدالحمید صافی
کتونکی: سید ریاض