1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلخ د سري او بریښنا فابريکه بیا رغول کيږی

۱۳۹۰ خرداد ۲۴, سه‌شنبه

د بلخ ولايت د سري او بريښنا فابريکه بيا رغول کيږي. په همدي موخه په افغانستان کي د امريکا سفير او د هيوا د کانو او صنايعو وزير د يکشنبي په ورځ مزارشريف ته ورسيدل او له دغي فابريکي څخه يي ليدنه وکړه

https://p.dw.com/p/11a7C
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: CC/Jackson Carson

د دغي فابریکي په رغيدنه ۸۸ مليونه دالره لګښت راځي چي ډيری برخه يي د امريکا متحده ايالتونو لخوا ورکول کيږي. د بلخ ولایت د بریښنا او سري د فابریکي د رغوني چاري به د ۱۸ مياشتو په مودي کي پاي ته ورسیږی.

په کابل کی د امريکا سفير، کارل ايکن بيري، چي د افغانستان د کانو او صنايعو له وزير، وحيد الله شهراني، سره د سه شنبه په ورځ مزارشريف ته تللی ؤ وويل چي د سري او بريښنا د توليدي فابريکي د بيارغوني کار به ژر تر ژره پيل شي.

د هيواد د کانو او صنايعو وزير، وحيد الله شهراني، وويل چي د دغي فابريکي د بيارغوني ژمني تير کال هم شوي وي خو د بودجي د کمښت له کبله يي کار ځنډيدلي ؤ.

نوموړي زیاته کړه چي د دغي فابريکي په رغيدنه ټول ټآل ۸۸ مليونه ډالره لګښت رازي چي ۴۴ مليونه يي د امريکا د پراختيايي اداري، ۲۴ مليونه يي د ملي دفاع وزارت او پاتي برخه يي د اسيا پراختيايي بانګ پر غاړه اخيستي دي.

په همدي حال کي د امريکا متحده ايالاتونو سفير، کارل ايکن بيري، وايي چي هيواد یي ۳۰۰ ميلوينه ډالر د شبرغان د ګاز د راويستلو لپاره په پام کي لري.

د بلخ ولايت د سري او برښنا د توليد فابريکه چي د هيواد په کچه يواځيني لويه فابريکه ده ۴۷ کاله د مخه د پخواني شوروي اتحاد لخوا جوړه شوي ؤ خو اوس مهال د ماشين الاتو د زړښت له کبله کابو له کاره لوديدلي.

دغه فابريکه اوس په شپه او ورځ کي ۹۵ ټنه سره توليده وي خو د هيواد د کانو او صنايعو وزير، وحيد لله شهراني، وايي کله چي دغه فابریکه ورغول شي په هرو ۲۴ ساعتنو کي به ۳۰۰ ټنه سره توليد ولري.
دغه فابريکه د۲۰۰۰ په شاوخواکي کارګران لري. د اړوندو مسؤلينو په وينا په رغيدني سره به يي دي ته اړتيا نه وي چي د افغانستان د ضرورت وړ سره له بهرهيوادنو راوړل شي.

دویچه ویله/ عبدالحميد صافي
کتونکی: مسعود جهش