1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلخ مرستیال والي له ځانمرگي برید روغ ووت

سید ریاض/دویچه ویله۱۳۹۲ آبان ۲۶, یکشنبه

د بلخ ولایت مرستیال والي د یکشنبې په ورځ له یوه ځانمرگي بریده روغ رمټ ووت. په عین حال کې د پولیسو د وینا له مخې د افغانستان په سویل کې د طالبانو له لوري د شپږو تنو په دار ځړول شوو کسانو جسدونه موندل شوي دي. (آرشیف انځور)

https://p.dw.com/p/1AJ09
انځور: DW / Safi

د فرانس د خبري آژانس د رپوټ په حواله د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د نومبر ۱۷مه) د بلخ ولایت د مرستیال والي محمد ظاهر وحدت، د موټرونو پر کاروان یو ځانمرگی برید تر سره شوی دی. زیاته شوې ده چې ځانمرگي برید کوونکي چې چاویدونکي توکې یې پر ځان تړلې وو، د مرستیال والي د موټرو د کتار د تیریدو پر وخت د یوه لښتي څخه سړک ته راودنگل.

د بلخ ولایت د امنیې قوماندان عبدالرحمان رحماني، د پرانس فرس له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې په دغه برید کې محمد ظاهر وحدت، ته چې په زرې موټر کې ناست وو کوم زیان نه دی اوښتی خو د هغه دوه تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.

د امنیې قوماندان د وینا له مخې په دغه برید کې یو لاروی وژل شوی او نور دوه ملکي کسان ټپیان شوي دي. رحماني زیاته کړې ده: «ځانمرگی برید کوونکی په یوه لښتي کې ځان پټ کړی وو. کله چې د مرستیال والي د موټرو کاروان د سړک پر سر جوړ شوي موړې ته په کرار شو، هغه سړک ته رادونگل او د کتار پر لور یې منډه کړه او خپل چاودیدونکي توکي یې وچول.»

د بلخ ولایت د افغانستان له هغو ولایتونو څخه شمیرل کیږي، چې په وروستیو کلونو کې یې امنیت په نسبي توگه ښه دی.

په زابل کې ولایت کې د ۶ کسانو جسدونه موندل شوي دي

په عین وخت کې پولیسو په سویلي ولایت زابل کې د سړک پر غاړه د شپږو تنو جسدونه موندلي دي. د پولیسو د وینا له مخې دغه کسان کارگر وو چې تیره اوونۍ په کندهار ولایت کې د طالبانو له لوري تښتول شوي ول.

د کندهار ولایت د پولیسو ویاند ضیا الرحمن دراني، له فرانس پرس سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه کسان ځړول شوي ول. هغه زیاته کړې ده: «طالبانو هغوی په دې تور وژلي دي چې گواکې پولیس ول. هغوی پولیس نه ول، هغوی عادي ملکي کارگر وو.»

د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکي چې طالبان په ۲۰۰۱م کال کې له قدرت څخه د راپرځیدو وروسته د افغان حکومت او په دغه هیواد کې د میشتو بهرنیو ځواکونو پر ضد جنگیږي. هغوی د دغه جگړې په ترڅ کې د ځانمرگي بریدونو، د سړک د غاړي د بمي بریدونو څخه کار اخلي او حکومت پلوي مخکښ کسان او یا هغه څوک چې دوی پرې د دولت د ملاتړ تور پورې کړي، په وژلو لاس پورې کوي.

د شنبې په ورځ یوه ځانمرگي برید کوونکي په کابل کې د لویې جرگې خیمې ته څیرمه ځان والوزوه چې په پایله کې یې لږ تر لږه لس تنه ووژل شول او نور ۲۲ تنه ټپیان شول.