1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلخ هندوان درمسال او هندوسوز نه لري

۱۳۹۱ فروردین ۲۳, چهارشنبه

په افغانستان کي د مذهبي اقليتونو او بيا په ځانگړې توگه هندوانو اوسکانو سره په ټولنه کي د خلکو چلند د پخوا په پرتله د ښه کيدو په حال کي دئ.

https://p.dw.com/p/14bNr
انځور: AP

سيک او هندو چي په افغانستان کي له اقليتونو څخه شميرل کيږي په هيواد کي د تيرولسيزو جگړو له کبله مځکي او جايدادونه ئې د زور واکانو لخوا ولکه او دغه پرگنې دې ته اړ شوي چي گډوال سي.

هندوان او سکان د نورو ولايتونو په پرتله په جلال اباد، کابل، کندز، غزني او هرات ولايتونو کي ډيري مېني او جايدادونه لري، خو محدود شمېر ئې په مزاشريف کي هم ژوند کوي.

رويل سنگ، چي په مزارشريف کي د يوناني درملو دوکان لري وايي، چي په مزاشريف کي د ۱۶په شاوخواکي د سکانو او هندوانو کورنۍ ديره دي او د خلکو چلند ورسه ښه دئ.

سنگ له دويچه ويله پښتو يپ پاڼي سره په ځانگړې مرکه کي وويل چي د خلکو له چلند څخه راضي دئ:

«خلک زموږ سره ډير ښه چلند لري، ماشومان مو ښونځيو ته ځي او د مسلمانانو له ماشومانو سره يو ځای تعليم کوي، د سکانو او هندانو ميشت ځايونه دلته په مزارشريف کي مشخص نه دي هر سيک او هندو د ښار په هرځای، هره ناحيه اوهره کوڅه کي ژوند ک کوي.»

سنگ له ۵ کلونو راهيسي د مزاشريف په باختر کارته کي اوسيږي. دی وايي چي گاونډيان ئې ورته سردارجي او يا لالا وايي او خورا درناوی ورته لري.

سنگ وايي چي دوی په مزارشريف کي يو مشکل لري، چي د مذهبي مراسمو د ترسره کولو له پاره ځای نه لري. سکان اوهندوان د خپلو مړو جسدونه سوځي او په هره هغه سميه کي چي دوی ژوند کوي هلته بايد دوی د ( هندوسوز) په نوم يو ځانگړی ځای ولري.

ددې ترځنگ هندوان بايد د مذهبي مراسمو د ترسره کولو له پاره درمسال هم ولري. رويل سنگ وايي، داچي دوی په مزارشريف کي اصلي جايدادونه اومېني نه لري هندوسوز او درمسال هم نلري.

د سنگ په خبره دوی خپل مړي کند ز، کابل او يا هم جلاآباد ته وړي، چي هلته هم درمسالونه او هم هندوسوزان شته.

سکان او هندوان له پخوا څخه په افغانستان کي ژوند کوي. د ورکړل شوو شمېرو له مخي د ډاکترنجيب الله د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کي د اهل هنود شمير ډير وو، خو اوس ډير لږ سوی دئ

يو شمېر کارپوهان وايي، چي د افغانستان په اساسي قانون کي د قوم او مذهب د په نظرکي نيولو پرته بايد د ټولو افغان وگړو حقوق خوندي وي. خو په دې برخه کي لا ځيني ننگوني شته چي افغان دولت ئې بايد د اقليتونو له مخي ليري کړي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل