1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلخ ولايت په ځينو سيمو کي نجوني د زده کړو څخه بې برخي پاته دي

۱۳۸۹ دی ۲۶, یکشنبه

ددې سره سره چي په بلخ ولايت کي زده کړي ته زمينه برابره ده ، او د هري ورځي په تيريدو سره ښونځي د جوړيدو په حال کي دي خولاهم ددغه ولايت په ليري پرتو کليو کي يوشمير نجوني د ناوړه دودونو له کبله ښونځيو ته نه پريښودل کيږي.

https://p.dw.com/p/Qsjz
د افغانستان په ډيرو سيمو کي نجوني ښوونځيو ته نه پريښودل کيږي
د افغانستان په ډيرو سيمو کي نجوني ښوونځيو ته نه پريښودل کيږيانځور: AP

د بيلګي په توګه ددغه ولايت د شولګري ولسوالۍ د سيا آب کلي يادولای سو،۵۵ کلنه کامله په همدي کلي کي هغه مېرمن ده چي ددې په وينا درې لوڼي اوڅلور زامن لري، دا وايي.

« زموږ په کلي کي کورنۍ خپلي نجوني ښونځيو ته نه پريږدي، ښونځيو ته د نجونو تګ د ځان لپاره عيب بولي که ولاړي هم سي يوازي ترهغه محاله چي ځوانۍ ته ريسيږي تر ځواني وروسته بيا ښونځۍ ته دتګ اجازه نه لري.»

دغه ستونزه نه يوازي دا چي په سيا آب کلي کي سته، بلکه ددغه ولايت په چاربولګ ، چمتال بلخ ولسوالي او يو شمير نورو سيمو کي هم خلک نجونو ته په ښونځيوکي د تحصيل حق نه ورکوي.

د بلخ ولايت د پوهني ريس قيس مهرايين ددې ستونزي يولامل په ښونځيو کي د ښځينه ښونکو نه شتون په گوته کوي. نوموړي وايي.« معارف د ټولو ګډ کوردی د جماتونو امامان ، هرښونکي اوهر وګړی د پوهني په برخه کي د تبليغ مسوليت لري. خو له بده مرغه چي د پوهني وزارت په رسمي توګه د پوهاوي داسي کوم پروګرام تر لاس لاندي نه لري.»

دچاروکارپوهان بيا ددغه ستونزي دهاواري لپاره د بيلا بيلو لارو چارو وړانديز کوي د ټولنيزچارو کارپوه استاد عبدالرب جاهد وايي.

« ددغو مشکلاتو لامل په هيواد کي دوام داره ناپوهي، فقر او ناوړه دودونه دي. خو په کارده چي يو خو د نجونو په ښونځيوکي ښځينه ښونکي وګمارل سي او بل دا چي خلکو ته تبليغاتو له لاري عامه پوهاوي ورکړل سي.»

د پوهني ادارې مسولين هيله مند چي دغه ستونزي به د وخت په تيريدو سره هواري سي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف

کتونکی: نجيب الله زيارمل