1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلخ ولایت د اقتصاد د ریاست لپاره نوې ودانۍ جوړیږی

۱۳۹۰ آذر ۲۲, سه‌شنبه

د دغې ودانۍ په جوړیدو ۱۵۷زره یور مصرف راځې چې مالي لګښت یي په افغانستان کې د جرمنې د هیواد د ملکي پروګرامونو د ادارې لخوا ورکول کیږی

https://p.dw.com/p/13S2o
د کندز په ولایت کې د محصیلینو د استوګنۍ د ودانۍ د بسټ ډبره ایښودل کیږی
د کندز په ولایت کې د محصیلینو د استوګنۍ د ودانۍ د بسټ ډبره ایښودل کیږیانځور: DW

د بلخ ولایت داقتصاد د ریاست مسولین وایی د دغې ادارې د کارکونو د ظرفیتنولوړول هم د دې پروژې یوه برخه ده.

په مزارشریف کې دولتي ادارو ته د نویو ودانیو د جوړیدو په لړ کې دا دی بیا هم په دې برخه کې یو بل ګام چې د بلخ ولایت د اقتصاد د ریاست لپاره د نوې ودانۍ جوړول له ځان سره لری.

دغه ساختمان چې په اته سوه متر مربع ځمکې کې په دریو پوړو کې په پاخه اواساسي ډول جوړیږي ۵ اداري خونې، یو لوې صالون، میلمستون، تحویلخانه او نور د اړیتا ځایونه به ولري.

د بلخ ولایت د اقتصاد د ریاست مشر عبدالرحمن صمدي وایي : د دغې ودانۍ په جوړیدو چې ۱۵۷ زره یورو لګښت رازې ،چې پیسي یي د آلمان د هیواد دGIZ د موسسي یا د ملکي پروګرامونو د ادارې لخوا ورکول کیږي.

نوموړی د سالمې ادارې د را منځته کولو په برخه کي د دولتي ودانیو جوړول یو اړین ګام بولی.

د تخار په ولایت کې د یو جوړ شوي ودانۍ انځور
د تخار په ولایت کې د یو جوړ شوي ودانۍ انځورانځور: DW

« یوه سالمه اداره هغه مهال رامنځته کیږی چې یوه سالمه کاري فضاء شتون ولرې په لومړې قدم کې د ښه کار لپاره دې باید ښه ځای شتون ولری چی له نیکه مرغه دا دی د دغې نوې ودانۍ په جوړیدو به زموږ د ځای ستونزه سل په سلو کې هواره شي. »

ښاغلې صمدي زیاتوی دغه ودانۍ چې د جوړیدو کار یي یو خصوصي شرکت په غاړه لری د اقتصاد د ریاست انجینران به یی د کار له بهیره څارنه کوي، او د روان لمریز کال د غبرګولي تر میاشتې به ګټۍ اخییستنې ته وسپارل شی.

د دغي ودانۍ د بسټ د ډبرې د ایښودلو په مراسمو کي د بلخ ولایت والې عطا محمد نور هم ګډون درلود نوموړې وویل:

«ای کاش هغه ټول هیوادونه چې په افغانستان کې حضور لرې د آلمان، جاپان، د آسیا پراختیایی بانګ، او د نړیوال بانګ په څیر په افغانستان کی بنسټیز فعالیتونه وکړی.»

په دغو مراسمو کې په افغانستان کې د آلمان د هیواد د سفارت د ملګي پرګرامونو مشر ښاغلې «شټان مایر» وویل:

لکه څنګه چی آلمان په افغانستان کې په پوځي ظرفیت جوړونه کې مهم رول لوبولای په ملګي برخو کې به هم له افغانستان سره خپلو مرستوته دوام ورکړی:

« زمونږ یو هدف د ریاستنو یا دولتي ادارو د ظرفیتنو لوړول دي چې یوه بیلګه یي همدا ده، لکه څنګه چي جرمنې او افغانستان له سل هاو کلونو راهیسې نږدي اړیکې لری موږ د دواړو هیوادونو تر منځ په مختلفو برخو کې د ښو لاس ته رړنو شاهدان یو.»

د بلخ ولایت د اقتصاد د ریاست اداري مسولین وایي دغه ودانۍ چې د جرمنې د هیواد په مالې مرسته جوړیږي د یادې اداری د کارکونکو د ظرفیت لوړوالۍ هم د دغې پروژې یوه برخه ده چې په راتلونکې کې به تطبیق شی.

عبدالحمید صافی / مزار شریف
کتونکې/شمس الرحمان ناصر