1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلخ پر والي تورونو، د ولسمشر غني ستونزې لا پسې ډیرې کړي

۱۳۹۶ مرداد ۲۷, جمعه

د بلخ ولایت پر غښتلي والي باندې په مزارشریف ښار کې د خپل یوه سیاسي حریف د نیولو او ربړولو تور پورې شوی. دا په روان کال کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو لخوا د وګړو د ربړولو دویمه پیښه ده.

https://p.dw.com/p/2iTkn
Gouverneur der Provinz Balkh in Afghanistan Atta Mohammad Noor
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د تورونو دغه تازه لړۍ د افغانستان په سیاسي کړکیچ کې ستونزې لا ور زیاتې کړي. د ولسمشر غني حکومت لا وختي له طالبانو سره په سخته جګړه بوخت دی خو د حکومت په داخل کې غني له داسې کسانو سره مخ دی چې پخواني ټوپکسالاران دي او وسلوال کسان لري.

د بلخ والي عطا محمد نور، د بلخ ولایت د ولایتي شورا د غړي آصف مهمند لخوا لګول شوي هغه تورونه ردوي چې ګواکې هغه او زوی یې مهمند د مزارشریف له هوايي ډګر څخه تښتولی او په هغه یې برید کړی.

رسنیو ته د بلخ د ولایتي شورا غړي آصف مهمند وویل چې د نور زوی د هغه د وهلو او ټکولو پر مهال د هغه د غوږ یوه برخه هم ترې په غاښونو شکولې ده. د بلخ د والی ویاند بیا د مهمند دغه ادعا رد کړې او هغه یې «سوچه دروغ» ګڼلې دي. خو په رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې د مهمند د یوه غوږ یوه برخه له منځه تللې.

دغه تورونه په داسې وخت کې را مخ ته کیږي چې د افغان ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم اوسمهال په ترکیه کې دی او د زورزیاتي د پیښې دوسیه یې لا نه ده حل شوې. پر دوستم تور دی چې تیر کال یې خپل یو سیاسي سیال تښتولی، وهلي او بیا ورباندې جنسي تیری شوی.

دا په داسې حال کې ده چې عطا محمد نور، د روان کال د اګست په میاشت کې د حکومت ضد جوړ شوي ائتلاف یو اصلي غړی دی. نوموړي په دې وروستیو کې یو لاریون راوغوښت او له شرط او قید پرته یې د ولسمشر د لومړي مرستیال د بیا راګرځیدو غوښتنه وکړه.

د عطا محمد نور دفتر وايي چې پر نور باندې د دې تورونو د سپیناوي له پاره یو حکومتي هیأت مزارشریف ته تللی ترڅو دغه پیښه وڅیړي.

د اګست میاشتې په ۹مه نیټه مهمند په کابل کې یو خبري کنفرانس را وغوښت او د عطا محمد نور پر فساد او د شخصي زندانونو په لرلو یې نیوکې وکړې. هغه مهال چې د دوشنبې په ورځ مهمند بیرته مزارشریف ښار ته وګرځید، هغه وویل چې هغه د نور د لسګونو وسلوالو کسانو سره مخامخ شو.

تر پیښې وروسته، د پنجشنبې په ورځ مهمند په یوه بل خبري کنفرانس کې په داسې حال کې راڅرګند شو چې سر یې په بنداژ تړلی وو او خبریالانو ته یې وویل چې تر نیول کیدو وروسته هغه د عطا محمد نور کور ته انتقال شو چیرته چې والي او د هغه زامنو نوموړی وهلی.

مهمند خبریالانو ته په دې هکله وویل: «د هغه ځوی رامخ ته شو او تاسې یې دا دي وینې، زما غوږ یې په غاښونو وشکوو.» نوموړی زیاتوي چې د هغه دوهم ځوی زه په سوکانو او لغتو وهلم او ماته یې ویل چې اوس وینې چې موږ څومره قوت لرو.

مهمند همدا راز وویل چې نور په خپله د هغه په غاړه پښه کیښوده او پر هغه یې د یوې دسیسي د جوړولو تور پورې کوو. د نور دفتر، د مهمند دغه څرګندونې رد کړي دي. منیر احمد فرهاد، د بلخ د والي ویاند په دې هکله وویل چې «مهمند په مستقیمه توګه د پولیسو مرکز ته انتقال شوی او د هغه ټپونه ښايي د نیول کیدو پر مهال پیښ شوي وي.» نوموړی زیاتوي چې هغه [اصف مهمند] د والي کور ته نه دی لیږدول شوی.

د عطا محمد نور او جنرال دوستم په ګډون د افغانستان ځینې مشران پخواني ټوپکسالاران دي چې اوس هم ګڼ شمیر ملیشه ځواکونه په اختیار کې لري. په ۲۰۱۴م کال کې هغه وخت چې غني د ولسمشر په توګه وټاکل شو، نوموړي د افغانستان د ټولو ۳۴ ولایتونو والیان له دندو ګوښه کړل. خو د دې ټولو والیانو په ډله کې عطا محمد نور له دندې ګوښه نه شو او په بلخ ولایت کې یې خپل مقام خوندي کړ.