1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلخ په ولايت كي يو ډله يز قبر ومندل شو

خبريال عبدالحميد صافي۱۳۸۷ فروردین ۲۹, پنجشنبه

دغه قبر چي دمزارشريف ښار 15 كيلومتري لوديز وخوا د دهدادي ولسوالي د چهل ګزي په سيمه كي مندل شوي.

https://p.dw.com/p/Dje7
انځور: AP

د مړوشمير يي د سلو په شو خواكي اټكل شوي د دغه ولايت دولتي چارواكي او دسيمي اوسيدونكي واي كله چي په 1376لمريز كال كي دمزارشريف ښار دوسله والو طالبانو لاس ته ولويد دا كسان دښكيلو جګرو تر منځ وژل شوي و چي ډيري عام وګړي او پوځيان هم پكي شامل دي.


د چهل ګزي دسيمي قريه دار حاجي عبدالغني واي دامړي دمزارشريف ښار په واټونو اوسركونو باندي پراته و چي بيا دځو ورځو ورسته دوخت حكومت يعني طالبانو په اجازه دبويونو اوناروغيو د مخنوي په خاطر د سره صليب موسسي او د خلكو لخوا راټول او دلته واچول شول چي بيا موږ په دغي كنده كي خاوري پري واړولي.


د بلخ ولايت دامنيه قوماندان سردار محمد سلطاني ددغه قبر په اړه واي چي موږ تراوسه په دي قبر خبرنه وو اوس دسيمو خلكو موږ ته خبر راكړچي دلته دانسانانو جسدونه دي لكه ځنګه چي ليدل كيږي دلته مړي نظامي جامي هم او ملكي كسان پكښي ښكاري ټول هډوكي او ورستي جامي دي چي دپيژندلو وړندي.

او اوس چي حكومت پري خبرشو نو تصميم به ونيسي چي څه پري جوړكړي.


كه ځه هم دافغانستان په بيلا بيلو سيموكي داسي نور ورته قبرونه هم مندل شوي چي په قصدي ډول عامه وګري په ډله يزه توګه وژل شوي او خاوري پري را اړول شوي خودبلخ ولايت د امنيه قوماندان داهغو قبرونو ته ورته نه بولي.