1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلوچستان ايالتي حکومت منحل سو

نجيب الله زيارمل (afp, dw)۱۳۹۱ دی ۲۵, دوشنبه

په بلوچستان ايالت کي د پنجشنبې د ورځي تر خونړيو چاودنو وروسته د پاکستان لومړي وزير د دغه ايالت حکومت منحل اعلان کړی او واک ئې والي ته سپارلی دئ.

https://p.dw.com/p/17JM6
PM Raja Pervez Ashraf is addressing the  conference titled "Youm e Ishq e Rasool". 21.09.2012 , Islamabad Copyright: DW/Shakoor Raheem
Raja Pervez Ashraf Proteste in Pakistanانځور: DW/Shakoor Raheem

راجا پرويز اشرف دغه پريکړه د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۱۴) په کوټه کي د شيعه مسلمانانو له مظاهره چيانو سره تر ليدني وروسته کړې ده.

مظاهره کوونکو د پاکستان له لومړي وزير څخه د هغوی د ساتلو او ملاتړ غوښتنه کړې وه.

لومړي وزير له شيعه مسلمانانو سره په ليدنه کتنه کي ويلي دي، چي اوس به دغه ايالت د پوځ په مرسته والي اداره کوي.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي په دوو چاودنو کي نزدې ۹۲ کسان ووژل سول او ۱۲۰ نور ټپي سول.

تر دغو بريدونو وروسته د قربانيانو کورنۍ د احتجاج په توگه سړکونو ته راووتل او د ۸۵ تنو مړو جسدونه ئې هم له ځانه سره لېږدول. احتجاج کوونکو په دغه اعتراض سره غوښتل چي د کوټي ښار مسئوليت دي پوځ ته وسپارل سي.

په کوټه کي د شيعه گانو استازو له لومړي وزير سره په ليدنه کتنه کي ويل ول، چي دوی به دغه احتجاج ته تر هغه پوري دوام ورکړي، ترڅو د دغه ايالت حکومت نه وي منحل سوی.

په کوټه کي د شيعه مسلمانانو د بيليارد په کلپ کي د چاودني مسئوليت په دغه هيواد کي «لشکر جنگوي» ډلي پرغاړه اخيستی دئ. دغه ډله له القاعدې او طالبانو سره اړيکي لري او په يرغمل نيونو تورنه ده.

دغي ډلي په ۲۰۰۲ کال کي د امريکايي خبريال دانيل پرل د سر پرې کولو پړه هم غاړه اخيستې وه.

د کوټي له احتجاج سره د دغه هيواد په نورو ښارونو، لکه گوجرانواله، ملتان، ډيره غازي خان، چکوال، سيالکوټ، حيدرآباد، سکر، جيکب آباد، کراچۍ، لاهور او ډيرو نورو ښارونو کي هم احتجاجونه پيل سول.

د يکشنبې په ورځ د پاکستان د بلوچستان ايالت والي ويلي ول، چي دوی د دغه ايالت د وزير اسلم رئيساني په گډون نور د حکومت کولو جوگه نه دي. د هغه په خبره دا ځکه چي وزير له يوې اوونۍ راهيسي په دوبی کي «مېلې» کوي او خلک دلته په وينو کي لغړي.