1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلوچستان د تيرو سیلابونو ډیري قربانیان ښځي دي

۱۳۸۹ مهر ۲۶, دوشنبه

په یوه یو ورحڼي سیمینار کی چی په کوټه کی دایر شو د سېلاب ځپلو سیمو قربانیانو سره د مرستی په موخه وویل سول چی په بلوچستان كې تر بل هر چا ښځې زياتې په سېلابونو كې ځپل سوې دي. په نړيوالو باندی د مرستی لپاره غږ وشو.

https://p.dw.com/p/PgYD
د پاکستان د سيلابونو قربانيان مرستو ته اړتيا لری
د پاکستان د سیلابونو قربانیين مرستو ته اړتیا لریانځور: AP

سيمينار كې له پاكستاني حكومت، خيريه موسسو او اړوندو سازمانو څخه غوښتنه سوې ده چې په دې سيمه كې دي له ښځو سره خپلې مرستې زياتې كړي.

دا يو ورځنى سيمينار په بلوچستان كې د ښځو د وضعيت او دفاع د ملي كمېسيون له خوا په دې موخه جوړ سوى و چې په دې ايالت كې د سېلاب ځپليو د قربانیانو په جمله کی د ښحو ناخوال وضعیت ته پآم راواړول شي.

د سېمينار وينا والو په خپلو خبرو كې وويل: «سېلاب ځپلې ښځې ځكه هم له زياتو ستونزو سره مخامخ دي چي وايي نارينه يې په خپلو سيمو كې له سېلاب څخه د خپلو كورونو د پاتی شيانو د ساتنی لپاره په خپلو کورونو کی پاته سوي وو او یا دوى سرپرست نه و، چي له چا څخه يې د مرستې غوښتنه كړې واى.»

په سېمينار كې وويل سول چي د سېلاب ځپليو سيمو په ښځو كې د زدكړې فيصدي صفر ده. د هغوی اكثره د سګرېټو، نسوارو او نورو نشه يی توکو روږدې دي. وينا والو د ښځو ناخوال وضعيت ته ګوته ونيوله چي وايي د پيسو د نشتوالي له امله دوى د نشه يي توكو د اخيستلو لپاره مجبوره سوې چي فقر ته مخه كړي.

په سېمينار كې دا هم وویل سول چي په جعفراباد او ډېره الله يار سيمو كې د سېلاب ځپليو ښځو حالت ډېر خراب دى او دوى په ګڼ شمېر ناروغيو اخته دي او ډېرې په اولاد ناروغه ښځو خپل ژوند له لاسه وركوي. د هغوي لپاره روغتيايي خدمات وجود نه لري.

دسیلاب ځپلو خپل کورنه پریښی دی
دسیلاب ځپلو خپل کورنه پریښی دیانځور: AP

په كوټه كې د بېفير په نامه د يوې خيريه موسيسې كاركونكې او د سيمينار

وينا والې سايمه ګل د المان ږغ راډيو ته وويل: « مونږ د سېلاب ځپلو سيمو دوره كړې ده اودلته چې كوم سېلاوب ځپلي راغلى دى په هغوى كې تر بل هر چا زياتې ښځې اغيزمني شوي دي دي.» هغي زیاته کړه چي ډېره الله يار، جېل مګسي، صحبت پور او اوسته محمد د ځپلو شويو سيمو په جمله کي دي.

سايمې ګل دا هم وويل چې د ښځو لپاره چې د څومره كار كولو اړتيا ده هغومره كار نه دى سوى، تر ټولو لومړى دوى ته د ښه خوراك د برابرولو اړتيا وه، بله دا چې دوى ته بايد د اوسېدلو زمينه برابره سوې واى خو داسي نه وسول.

مېرمن شهناز هم يوه له هغه ښځو څخه وه چې دې سيمينار ته يې وينا وكړه هغې وويل: «يوه صحت منده مور صحت مند بچي راوړي او ډېر ضرورت دى له ښځو سره مرستي وشي.» هغې وويل له ښحو سره مرسته يو ضروري امر دي.

ميرمن شهناز چې په پښتو ژبه يې پوره خبرې نه سواى كولاى او په اردو ژبه يې خبرې پيل كړې وويل«: زه په بلوچستان كې د سېلاو ځپلو په كمپونو باندې ګرځېدلې يم او د هغوى حال مې اخيستى دى، ډېري ښځې دا وايي چې بايد د دوى غم وخوړل سي.»

.د يادونې وړ ده چې په بلوچستان ايالت كې ډېرى سېلاب ځپلي مهاجر چې کوټي ته راغلي ورځ يې د خيراتونو په ټولو تېره سي او اوس هم د شپې د يخنۍ باوجود ښځې، ماشومان او زاړه خلک تر شنه آسمان لاندي پر وچو ډاګو پرته له کومی سر پناه تيروي.

حبيب الرحمن تاثير

کتونکي: عبدالباري حکيم