1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بمبيي دتيري ورځي په حملو کي ډير انسانان مړه او ټپيان سوي دي

۱۳۸۷ آذر ۷, پنجشنبه

د هندوستان په تجارتي /اسعاري مرکز بمبيي کي د پرون شپې تر بریدونو او حملو وروسته وضع اوس هم نامعلومه ده .

https://p.dw.com/p/G32r
د تاج هوټل تر حملې وروسته
د تاج هوټل تر حملې وروستهانځور: AP

په دغو بريدونو کي لږ تر لږه 100 کسه وژل سوي ،او314 تنه ټپيان سوي دي .

د هندي ټلويزيون CNN-IBN نطاق دپاره،پدې جمله سره چه ترهګرانو بمبيي ونيوۍ ، حالت په همهغه ډول د منلو وړ نه ؤ، لکه ددغه چينل د نورو خبريالانو دپاره چه د شپې تر ناوخته پوري په حرکت کي وه ، او رپوټونه يې جوړول .

يوه خبريال وويل :«هغه څه چه موږ دلته وينو ، امکان لري چه هيڅ وخت نه وي پيښ سوي . نه يوازي په بمبيي بلکه په ټول هندوستان او شايد هم ټوله نړۍ کي .»

د ښار په مختلفو ځايو کي په عين زمان کي فيرونه ، بمونه او چاودني رامنځته سوې . ويل کيږي چه په لس هاوو خلګ مړه سوي دي . ددې ډير شواهد موجود دي چه هغه به يوه منظمه پلان سوې ترهګري حمله وه .»

د مهاراشترا دايالت صدراعظم چه بمبيي هم په هغه کي شامل دی ، غوښتل چه وضع لږ تر لږه د اوس دپاره آرامه وښيي .

معلوميږي چه د تاج ،اوبيروی او ماريتو لوکس هوټلونه ترهګرانو ته معلوم وه ، او هغه يې قصداً تر حملې لاندي نيولي وي . خو د شپې تر ډيره ناوخته پوري وضع تر کنتول لاندي نه وه ، د شپې تر ناوخته پوري د بمبيي په مختلفو ځايو کښي فيرونه اوريدل کيدل او خلګ ليدل کيده ، چه پروت يې کاوه .

يوه عيني شاهد وويل چه په تاج هوټل کښي ترهګرانو خلګ د يرغمل په حيث نيولي وه ، او په انګليسانو او امريکايانو پسي ګرزيدل . عيني شاهدانو د ښار د نورو ځايو څخه هم د سختو نښتو خبر ورکړی دی .

ددې څخه خبري کيږي چه پدغه شپه په بمبيي کښي ډير پوليس وژل سوي دي .د هغو په جمله کي د مهرا شترا د ايالت د ترهګري عملياتو ضد ځواکونو مشر هم .

ددې خبري په جواب کي چه څوک د ترهګري عملياتو تر شا ولاړ دي ، پرون د شپې ناوخته په بمبيي کي د DW خبريال فلوريان ميسمن وويل .«چه دا لا اوس وختي دی چه د هغه په باب څه وويل سي ، ځکه چه د هندوستان په ډیرو ایالتوکي انتخابات دي ، اوطبعاً به سياسي ګوندونه کوښښ وکي ،چه ددغی موضوع څخه سياسي ګټي تر لاس کي . »

په دې ترځ کښي ددغو بريدونو مسؤليت د دکن د مجاهدينوپه نامه يوه تراوسه ناپيژندل سوي اسلامي ګروپ پر غاړه اخيستی دی . همدا په تير اکتوبر کي د آسام په ايالت کي تر 70 تنو او په سپټامبر کښي په نوي ډيلي کي 24 کسه ووژل سول .