1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بمبیي د بریدونو طراح ته جزا واورول شوه

۱۳۹۱ بهمن ۶, جمعه
https://p.dw.com/p/17RO7

د هندوستان د بمبيی په ښار کې تر ترهګرو بریدونو څلور کاله وروسته د هغو یوه اصلي طراح ته په امريکا کې سزا واورول شوه. دغه دغه ۵۲ کلن کس به نو اوس ۳۵ کاله په حبس کې تیر کړي، ځکه چي ده په بریدونو کې د لاس درلودلو تر څنګ په پاکستان کې د اسلامي تندلاري سازمان – لشکر طیبه په روزنیز کمپ کې هم برخه هم اخیستې وه.

محکمه د ده د اعدام له سزا څخه تیره شوې ده، ځکه چي د دوی په خبره مجرم د دعوی په ټولو ۱۲ ټکو کې همکاري کړې ده او خپل جرم یې منلی دی.