1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بمبی په ۱۶ سمي کي «سلفي» اخيستل منع سوي

۱۳۹۴ اسفند ۱۱, سه‌شنبه

په ۲۰۱۴م کال کي په هند کي د سلفي اخيستلو پرمهال ۱۹کسان وژل سوي دي. هند په دغه برخه کي په نړۍ کي لومړی ځای لري. اوس پوليسو د بمبی په ۱۶ سيمو کي سلفي عکس اخيستل منع اعلان کړي.

https://p.dw.com/p/1I4lq
انځور: UNI

د بمبی چارواکو په ځانگړې توگه هغه خطرناکي ساحلي سيمي چي کيدای سي انسانان ترې ولوېږي د سلفي اخيستلو له پاره منع اعلان کړي دي.

دغو سيمو ته حتي بې له دې چي سلفي عکس واخلي ور ننوتل جريمه لري. هر څوک که دغو سيمو ته ننوځي او پوليس ئې ونيسي کړي ۱۲۰۰ روپۍ جريمه لري.

د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کي په هند کي دوه کسان د سلفي عکس اخيستلو پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دئ. يو ځوان د سلفي اخيستلو پرمهال د ساحل له ژۍ لاندي لوېدلی دئ. دغه ځوان او هغه څوک چي د هغه د ژغورلو په موخه اوبو ته پسې ورلوېدلی دواړه مړه سول.

د امريکا د «سي ان ان» تلويزيون د معلوماتو له مخي په جنوري مياشت کي يوه ۱۸ کلنه پېغله د سلفي اخيستلو پرمهال د ساحل له پاڼه لاندي لوېدلې او وژل سوې ده.

د بمبی د پوليسو وياند په دې اړه سي ان ان تلويزيون ته ويلي دي: «موږ غواړو چي د ښار خطرناکو سيمو ته د خپلو ښاريانو د تگ مخه ونيسو، څو دغه شان مرگوني پيښي نور رامنځ ته نه سي.»

په احمد آباد کي ناريندرا مودي د سلفي اخيستلو پرمهال
په احمد آباد کي ناريندرا مودي د سلفي اخيستلو پرمهالانځور: picture alliance/AA/M. Aktas

«پرايسونوميکس» مرکز اعلان کړی دئ، چي په ۲۰۱۴م کال کي په ټوله نړۍ کي د سلفي عکس اخيستلو پرمهال ۴۹ انسانان وژل سوي دي، چي له جملې څخه ئې ۱۹ يوازي په هند کي ول.

د سلفي عکسونو لېږل له ډېره وخته په هند کي رواج موندلی. د هند سياسي شخصيتونه، لکه لومړی وزير ناريندرا مودي هم کله نا کله سلفي عکسونه خپروي.