1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بنديانو د دوسيو څېړلو لړۍ چټکه سوه

۱۳۹۱ مهر ۱۳, پنجشنبه

افغان چارواکي وايي چي د ولسمشر د وروستي ۱۶۴ فرمان پر اساس ئې د زندانیانو د دوسیو څېړلو بهیر چټک کړی دئ. د افغانستان په زندانونو کي داسي کسان هم ساتل کيږي، چي د کلونو راهيسي ئې برخليک نه دئ معلوم.

https://p.dw.com/p/16JWA
انځور: picture-alliance/dpa

د ولسمشر ددغه فرمان په شپږمه برخه کې لويي څارنوالۍ ته دنده سپارل شوې ده چې د یوې میاشتي په ترڅ کې دې، په توقېف خونو کې د ټولو کسانو دوسیې د اړوندو څارنوالانو له خوا وڅېړل شي.

د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۲ د اکتوبر ۳مه) د افغانستان د زندانونو چارواکي وربللي ول، چې د زندانیانو د دوسيو څېړلو د ځنډ او په زندانونو کې په نشه يي توکو د زندانیانو د اخته کيدو په اړه د سناتورانو پوښتنو ته جوابونه ووايي.

د دغه کمېسیون مرستیال ګل احمد عظیمي وویل، چې په زندانونو کې د دې پر ځای چې یو کس د ټولني په ګټه و روزل شي، په نشه يي توکو اخته کیږي:

«هغه کسان چې د افغانستان زندانونو ته ځي نه یوازي دا چې تربیه کیږي نه، بلکي په نشه يي موادو اخته کيږي، دا هغه شکایت دئ چې له ټول افغانستان څخه راغلی دئ.»

ښاغلي عظیمي زیاته کړه چې د افغانستان په زندانونو کې د زندانیانو دوسیې په میاشتو او ان په کلونو هم نه څېړل کیږي.

د څرخي پله د زندان قوماندان خان محمد د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون په دې غونډه کې ومنله، چې په دغه زندان کې داسي کسان هم شته چې له تېرو ۶ او ۷ کلونو راهېسې په يو نا معلوم برخليک کي په زندان کي شپې او ورځي تيروي.

خو ده زیاته کړه: «له څارنوالۍ سره د خبرو اترو او پرله پسې شکایتونو په پایله کې په لومړي ځل په تېرو دوو اونیو کې نزدې۶۰۰ بنديان ازاد شوي دي.»

د نوموړي په وینا د زندانیانو د دوسېو څېړلو او ازادولو لړۍ به دوام ومومي چې دا پخپله د دوسیو څېړلو بهیر د چټکتیا معنی لري.

په همدې حال کې د بندیانو په نشه يي موادو د اخته کيدو مسئله هم په زندانونو کې ترټولو ستره ستونزه بلل کیږي.

د زندانونو او توقیف خونو عمومي رئیس جنرال امیر محمد جمشید دا خبره و منله، چې گويا زندانونو ته نشه يي مواد رسول کیږي، خو وئې ويل، هغسي پرمختللي وسایل نه لري چې زندانونو ته د دغو موادو د رسېدو لاري کشف کړي.

ده وویل زياتره دغه مواد د ماشومانو او ښځو له خوا زندان ته رسول کيږي. د ده په خبره د دې کنترول سخت کار دئ:

«موږ د زندانونو په دروازو کې داسي پر مختللي وسایل نه لرو چې زندانونو ته د موادو د ننه اېستلو مخنیوی وکړي، سره له دې چي بې ادبي هم کیږي خو ګورو چي زیاتره ماشومان او مېرمني په خپلو بدنونو کې نشه يي مواد زندانونو ته راوړي.»

ښاغلي جمشید زیاته کړه، چي په وار وار ئې په زندانانو کې په نشه يي موادو د اخته کسانو د درملني وړاندېزونه کړي دي خو چا ئې ږغ نه دئ اوریدلی.

افغان چارواکې وايي، چي دمګړۍ د افغانستان په ۳۸ زندانونو او توقېف ځایونو کي د بېلابېلو جرمونو په تور نزدې ۲۴۰۰۰ کسان بندیان دي.

په دغو بندیانو کې ۶۱۹ ښځي هم شاملي دي، چې نزدې۲۰۰ ماشومان هم ورسره دي.

محمد اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل