1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بن تر غونډي وروسته بله په شيکاگو کي جوړيږي

۱۳۹۰ آذر ۷, دوشنبه

ټاکل سوې چي د ايساف غړي هيوادونه د افغانستان د امنيت او په وړاندي يې د موجودو ګواښونو په باب يوه مهمه غونډه جوړه کړي. د دغي غونډي مشري به ناټو کوي او تر څنګ به يې د امريکا متحده ايالاتونه هم کليدي رول ولري.

https://p.dw.com/p/13IEN
د شيکاگو ښار يوه څنډه
د شيکاگو ښار يوه څنډهانځور: AP

د امريکا په شيکاګو ښار کي د دغه امنيتي جاج غونډي د کوټلي نېټې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي، خو د را روان ميلادي کال لومړيو مياشتو ته په پام کي نيول شوې ده.

په کابل کي د سوله ساتي ځواک ( ايساف) د قوماندانۍ د چارواکو په وينا، په غونډه کي به د دغه امنيتي تړون د غړو ۴۹ ملکونو مشران برخه اخلي.

د ايساف ملکي وياند دومنيک ميدلي نن په کابل کي له دويچه ويله سره په ځانګړې مرکه کي وويل چي د شيکاګو په غونډه کي به پر پوځي او امنيتي مسايلو سربيره پردې هم خبري وشي، چي له ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان او ايساف غړو هيوادونو ملګرتيا په څه ډول او پر کومو شرايطو ولاړه وي.

د نوموړي په وينا، کله چي تر ۲۰۱۴ کال پوري افغان ځواکونه د ټولو مسئوليتونو مشري پر غاړه واخلي نو بيا به د ايساف ځواکونو د ګوتو په شمير پوځيان په افغانستان کي شتون ولري، لاکن د کابل او متحدينو تر منځ به د پوځي او ملکي همکاريو سلسله جاري وي.

«د افغانستان د حالاتو په باب خبري د شيکاګو د کنفرانس د اجندا اصلي برخه ده، موږ تمه لرو، چي له خپلو متحدينو او افغان همکارانو سره پردي خبريوکړو، چي د افغانستان او د دغه هيواد د ځواکونو د قوت او مالي ملاتړ له پاره څرنګه مرستي کولای شو، او له ۲۰۰۱۴ کال وروسته ناټو او افغانستان څرنگه ګډ کارکولای شي، او دا به ډيره لويه او مهمه غونډه وي».

د امريکا په شيکاګو کي د افغانستان د حالاتو په باب پر داسي مهال د يوې مهمي غونډي د جوړيدو له پاره تياری نيول کيږي، چي راتلونکې دوشنبې به د المان د بن په ښارکي د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس داير سي.

د ناټو ملکي وياند ډومنيک ميدلي وايي، د بن او شيکاګو غونډي ډير توپيرونه لري.

«د بن او شيکاګو کنفرانس ډير توپير لري، په بن کي ډير افغانستان، سيمه ييز هيوادونه او د نړۍ د ملکي سازمانونو استازي ګډون کوي، خو د شيکاګو غونډه د ايساف پر روان ماموريت جوړيږي».

په همدې حال کي د افغانستان د سياسي چارو شنونکی نصرالله ستانکزي وايي چي که چيري نړيوال متحدين د افغانستان د حالاتو په اړه د واقيعتونو په رڼا کي فيصلې و نه کړي د تيرو لسو کلونو لاس ته راوړني له ماتي سره مخ کيدای شي.

«نړيوالو په سيمه او په افغانستان کي پر پرمختګونو سربيره ډيري تيروتني وکړې، او دغو تيروتنود دهشتګرو په وړاندي جګړه د بايللو سرحد ته رسولې او په دغه برخه کي بايد ډير له احتياط څخه کار واخيستل شي».

د ناټو تړون پر داسي مهال د افغانستان د راتلونکي په اړه د مهمو غونډو د جوړيدو تابيا نيسي،چي تيره ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په يوه خپره سوې اعلاميه کي د هغو سيمو نومونه خپاره کړه، چي د انتقال پروسې دوهم پړاو پکښي پلی کيږي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا په ويلي، چي په دوهم پړاو کي به د هيواد د پنڅوس سلنه وگړو امنيت پر خله غاړه واخلي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل