1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بن د بم په اړه نوي معلومات رابرسیره شوي

۱۳۹۱ آذر ۲۶, یکشنبه

د بن د اورگاډو او مېترو په عمومي ستيشن کې د يو خطرناک چاودېدونکي بکس تر موندلو څو ورځې وروسته پلټوونکو د رسنيو د راپور له مخې هغه تورپوستی سړی پېژندلی دی، چې دغه بکس يې په تمځای کې ايښی وو.

https://p.dw.com/p/173PR
انځور: dapd

مشکوک بريدګر د بن د افراطي مسلمانانو له ډلې څخه دی او په بهر کې د القاعدې له غړو سره تماس لري. دغه خبر د «فرانکفورټ الګماينه زونتاګس څايټونګ» ورځپاڼې د آلمان د لويې څارنوالۍ په حواله خپور کړی دی. د «وېست دويچه روندفونک» تلويزيوني چېنل د امنيتي کړيو په استناد خبر ورکړی دی چې پلټوونکو د راينلنډ سيمې له لانګن فېلد څخه يو سړی د بريد د مشکوک عامل په توګه پېژندلی دی. خو څرګنده نه ده چې دا به عين هماغه سړی وي، که څنګه.

اوس په درو تنو پسې پلټنې روانې دي. دوو تنو تېره دوشنبه په عمومي تمځای کې دغه آسماني رنګه بکس له ځانه سره ګرځاوه او يو بل تن د ټيکټ پلورلو په غرفه کې نوموړي بکس ته د خلکو پام اړولی وو. پوليسو تر اوسه پورې د دوو مشکوکو عاملينو څخه خبرې کولې.

د بم پلته لګېدلې وه

د جمعې په ورځ په کارلسروهه، کې د آلمان لويې څارنوالۍ د دغې پیښې پلټنې پر غاړه واخيستلې. ويل کېدل چې «په کافي ډول داسې شواهد» شته چې دغه پېښه د يوې «افراطي اسلامي بڼې» درلودونکې تروريستي ډلې له خوا د يوه بمي بريد د تر سره کولو هڅه وه.

Festnahme Bonn Bombenalarm
انځور: picture-alliance/dpa

د نيدرزاکسن آيالت داخله وزير اووه شونه من، غوښتنه وکړه چې پر عاملينو دې دا تور هم ورزيات شي چې هڅه يې کوله يوه تروريستي ډله جوړه کړي. له «وېلټ آم زونتګ» ورځپاڼې سره په مرکه کې هغه وويل چې د جزایي قوانينو «۱۲۹ آی» ماده دې د اور لګولو او چاودېدونکو موادو له لارې د تر سره شويو بريدونو په برخه کې هم وغځول شي چې په پايله کې يې بيا د آلمان لويه څارنوالي مسووليت اخلي. د مسيحي دموکرات ګوند نوموړي سياستوال همداراز په عمومي واټونو کې د ويډيويي کمرو د لارې د څارنې زياتوالی وغوښت.

د يوه عيني شاهد د څرګندونو له مخې يوه سړي دغه سپورټي بکس د دوشنبې په ورځ د بن ښار د اورگاډو او مېترو د عمومي تمځای پر پليټ فارم باندې ايښی وو. د اوسنيو معلوماتو له مخې د بم پلته لګېدلې هم وه، خو د رسنيو د راپورونو په حواله په جوړولو کې د نقصان له امله او يا دا چې عامل يې په لګولو کې تېروتنه کړې وه، بم ونه چاودېد.

چاودېدونکې وسيله د جوړښت له مخې په يمن کې د القاعدې د يوې ډلې د بم جوړولو له يوې طريقې سره سمون لري. د ځينو کمو تغييراتو سره سره هغه د برلين د «تاګس شپيګل» ورځپاڼې د راپور په اساس له هماغه جوړښت سره برابره او يو رنګه وه.

dpa, dpad/ نسیم صابر
کتونکی: سید ریاض