1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بن لادن تر مرګ وروسته د افغانستان د جګړي پر سر تند بحث

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۴, چهارشنبه

د سنا په مجلس کي د بهرنيوچارو د کميتي مشر، جان کیری، په يوه غونډه کي وويل: دی د ځينو دي پوښتني سره تفاهم لري چي وايي د بن لادن له وژلو وروسته ولي په افغانستان کي پاتي شو، خوځواب باندی بايد ښه فکر وشی

https://p.dw.com/p/118b2
د سنا په مجلس کی د بهرنيو چارو د کميتی مشر جان کيري
د سنا په مجلس کی د بهرنيو چارو د کميتی مشر جان کيريانځور: picture-alliance/dpa

د متحده ايالاتو د کانګرس غړي چي د اسامه بن لادن د مرګ څخه د خوشحالي لمانځني کوي لا تراوسه انديښنه لري چي د هغه وژل ښايي د افغانستان د جګړي اهمیت تر پوښتنی لاندی راوړی او هغوی د متحده ايالاتو په برياليتوب باندي نوي شک او ترديد څرګند کړ.

د سنا د مجلس د بهرنيو چارو د کميتي مشر، جان کيري د افغانستان د لس کلني جګړي د هدف د ارزوني په يوه غونډه کي وويل: « په يقين سره اوس ښايي ځيني دا پوښتنه عنوان کړي چي ولي همدا اوس له افغانستان څخه خپل بار او بستره نه تړو او نه تري وځو.»

کيري يادونه وکړه، د جولاي په مياشت کي له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د وتلو د پيل د پلان سره ولسمشر اوباما له يو ډيرمهم تصميم سره مخامخ دي. اوباما په وار وار اعلان کړي چي د سږ ميلادي کال په نيمايي کي به افغان ځواکونو ته د مسووليت انتقال سره د خپلو سرتيرو په وتلو پيل وکړي او دا پروسه به تر 2014 کال پوري بشپړه شي.

خو د ديموکراتانو نوموړي سناتور وويل: دا چي يواځي سږ کال دغه جګړه د متحده ايالاتو لپاره 120 مليارد ډالره تماميږي « مونږ بايد په هر بدلون کي دا پوښتنه وکړو چي آيا زمونږ ستراتيژي په افغانستان کي په اوسني ډول سره د پلي کيدو وړ ده او آيا هغه به پايښت ولري.»

جان کيري وويل چي هغه به د راتلونکي اوني په پاي کي افغانستان ته سفر وکړي او وبه ګوري چي د القاعدي د فکري مشر مړينه سره هلته په وضعيت کي بدلون راغلي ترڅو طالب ياغيان خپلو وسلو تسليمولو ته واړول شي او وليدل شي چي آيا پاکستان په دي اړه مرستي ته چمتو دي او آيا په کابل کي حکومت څه کولاي شي که نه.

د جمهوري غوښتونکو دريځ



خو سناتور ديک لوګار چي د سنا په کميته کي د جمهوري غوښتونکو لوړ پوړي غړي دي او مخکي له دي د اوباما د بهرني پاليسي مشارو هم ؤ، خبرداري ورکړ « ډيره سخته ده چي په افغانستان کي د متحده ايالاتو د ژمنو دوام په معقوله توګه توجيه او مدلل کړاي شي.»

سناتور لوګار وويل: « په داسي حال کي چي له افغانستان څخه القاعده شړل شوي او په نورو سيمو کي ځان ته ځالی جوړي کړي دي، افغانستان نور ستراتيژيکي اهميت نه لري چي هلته دي د سل زره امريکايي سرتيرو حضور پري توجيه شي او هر کال دي څه باندي سل مليارد ډالر ولګول شي، دا په داسي حال کي چي متحده ايالات همدا سږ کال له مالي ستونزو سره مخامخ دي.»

امريکايي قانون جوړونکي چي بايد کلني پوځي او بيړني مرستي تصويب کړي، له هغه يو سياسي چاپيريال سره مخامخ دي چيرته د دغه هيواد قهر جن ماليه ورکونکي له حکومت څخه غواړي د لګښتونو په هر برخه کي کموالي رامنځ ته کړي حتي په بهرنيو مرستو او د دفاع په وزارت کي هم.

له بلي خوا د 2001 کال څخه را په دي خوا په افغانستان کي د څه ناڅه 1600 امريکايي سرتيرو وژل کيدو سره د کانګرس هغه غړي هم انديښمن کړي چي په نومړي کال کي د پوځي يرغل څخه ملاتړ کاوه. هغوي په دي نظر دي چي له دي وروسته د متحده ايالاتو پوځي حضور په افغانستان کي د توجيه وړ نه دي.

په سنا کي د ديموکراتانو دوهم سړي، سناتور ديک دوربين د افغانستان جګړي ته يي په اشاري سره وويل: « زه انديښنه لرم چي د امريکا په تاريخ کي مي د يوي اوږدي جګړي لپاره راييه ورکړی وی چي انجام يي لا تراوسه معلوم نه دي، حتي د اسامه بن لادن له وژلو وروسته هم.»

سپینه ماڼي څه وايی

سپينه ماڼي چي د ولسمشر اوباما د ستراتيزي د تمويل لپاره د جمهوري غوښتونکو ملاتړ ته اړتيا لري پرون وويل چي پر خپل پلان باندي ټينګه ولاړه ده او هغه به هسي پلي کړي چي طرح شوي دي.

د سپيني ماڼي وياند جي کارني وويل: « عمليات دوام لري. د 2011 کال د جولاي ضرب الاجل چي د سرتيرو د وتلو پيل دي، پر ځاي دي. د وتلو ګړنديتوب د عمل د ډګر شرايطو پوري اړه لري.»

د استازو په مجلس کي د ديموکراتانو مشري نانسي پيلوسي په هغو کسانو باندي چي د بن لادن له وژلو وروسته له افغانستان څخه د سمدلاسه امريکايي سرتيري ژر تر ژره له افغانستان څخه وايستل شي. غږ وکړ چي له ځغم څخه دی کار واخلي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: بريښنا صابر