1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بن کنفرانس اعلاميه

۱۳۹۰ آذر ۱۶, چهارشنبه

د بن د دوهم کنفرانس په پای کي چي د ډسمبر د مياشتي پر پنځمه نېټه رابلل سوی وو، په پای کي د «د انتقالي دورې څخه تر انتقالي لسيزي پوري» يوه اعلاميه خپره سوه چي پښتو بڼه يې دلته لوستلای سئ.

https://p.dw.com/p/13OLf
د بن په دوهم کنفرانس کي ولسمشر کرزی د وينا پر مهال
د بن په دوهم کنفرانس کي ولسمشر کرزی د وينا پر مهالانځور: dapd

افغانستان او نړيواله ټولنه: د انتقالي دورې څخه تر انتقال لسيزي.

د کنفرانس پايلي

۱. د افغانستان حکومت او نړيوالي ټولني د بن په ښار کي سره وليدل او د بن د لومړۍ غونډي لسيزه يې ولمانځله. په لومړي کنفرانس کي د افغانستان او نړيوالي ټولني تر منځ د اوسنيو اړيکو بنسټ کښېښوول سو. په دغه کنفرانس کي بيا افغان حکومت او نړيواله ټولنه د يو بل په وړاندي خپلي ژمني تازه کوي.

۲. افغانستان او نړيواله ټولنه د آلمان د فدرالي حکومت څخه د زړه له کومي مننه کوي، چي د بن د کنفرانس کوربه توب يې وکړ. آلمان د افغانستان ريښتنی ملګری دئ. دغه هيواد په تيرو لسو کلونو کي له افغانستان سره د بيارغاوني او امنيت په راوستلو کي ډيري مرستي کړي دي.

۳. لس کاله مخکي په دغه ورځ افغانستان د خپلي راتلونکي له پاره يو لار وټاکله، چي نړيوالي ټولني هم په دې لار کي ژمنه ور سره وکړه. افغانستان او نړيوالي ټولني يو ځای په تيرو لسو کلونو کي ډيري لاس ته راوړني درلودې. دغه لاس ته راوړني د افغانستان په تاريخ کي بې ساري دي. القاعده ضعيفه شوې او د افغانستان ملي امنيت د هري ورځي په تيريدو سره د ښه کيدو په حال کي دئ.

۴. په افغانستان کي زموږ کار لا تر اوسه پای ته نه دئ رسېدلئ. په دغه هيواد کي بايد لاس ته راوړني وستايل شي او کمبودۍ بايد په ګوته سي. په افغانستان کي اوس هم زموږ مشترک هدف د ټولو له پاره د يو اباد هيواد جوړول دي. زموږ هدف د داسي يو افغانستان جوړول دي چي تروريزم و نه شي کولای د اډې په توګه ور څخه کار واخلي.

۵. د بن په دوهم کنفرانس کي، چي مشري يې د افغانستان او کوربه توب يې د آلمان پرغاړه ول، د ۸۵ هيوادونو او ۱۵ نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وو. په کنفرانس کي نړيوالي ټولني او افغانستان هوکړه وکړه، چي د انتقالي دورې څخه ترانتقالي لسيزي «۲۰۲۴ - ۲۰۱۵» د يو بل سره اړيکي لا پياوړي کړي. لکه څنکه چي د لندن او کابل په کنفرانسونو کي ويل شوي ول د افغانستان په هکله د بن په دوهم نړيوال کنفرانس کي د افغانستان او نړيوالي ټولني تر منځ د دولتدارۍ، امنيت، سولي، افتصادي او اجتماعي پرمختګونو او سيمه ييزو همکاريو په برخه کي ژمني تازه شوې.

دولت داري

۶. د افغانستان حکومت ټينګار کوي چي د هيواد سياسي سيسټم به د دغه هيواد د اساسي قانون پر اصلو استوار پاته شي. د افغانستان خلک به د يوې باثباته او ډيموکراتيکي ټولني د جوړېدو له پاره، چي د قانو د حاکميت پر اساس به ولاړه وي خپل کار ته دوام ورکړي. د افغانستان خلک به د داسي ټولني د جوړولو له پاره خپلي هلي ځلي جاري وساتي، چي د اساسي قانون له مخي، بشري حقونه او اساسي آزادۍ تظمين، د نارينه او ښځينو د حقوقو مساواتو په ګډون ټول پکښي شامل وي. افغانستان ژمن دئ، چي د نړيوالو بشري حقونو د اصولو څخه ملاتړ وکړي. نړيواله ټولنه هم له افغانستان څخه په دې لاره کي د پوره ملاتړ اعلان کوي.

۷. د افغانستان حکومت د مدنيٍ ټولني وړانديزونو ته، چي د دغي ټولني د دوو استازو لخوا د بن کنفرانس ته ولوستل شول په پام کي نيولي دي. د افغانستان حکومت يو وار بيا د بشر حقونو او اساسي آزاديو څخه چي د هيواد په اساسي قانون کي راغلي دي ملاتړ کوي. په دغه حقونو کي د ښځو او ماشومانو حقوق او د مدني ټولني پرمختګ او ورڅخه ملاتړ هم شامل دي. له همدې کبله د افغانستان حکومت په راتلونکي کي د مدني ټولني څخه پر ملاتړ ټينګار کوي او په ديموکراتيکه پروسه کي د هغوئ ګډون تظمينوي.

۸. د افغانستان حکومت د ديموکراتيکي ټولني جوړول تر هر څه غوره بولي. د داسي يوې ټولني جوړول، چي پکښي ملکي قانوني قدرت حاکم وي، افغانستان بايد اوس هم د دولتي سازمانونو د پياوړي کولو او د دولتدارۍ د ښه کولو له پاره خپل کار ته دوام ورکړي. افغان حکومت د عامه خدمتونو د ښه کولو، له پاره چي د امنيت راوستل پکښي شامل دي او ښه پوليس بايد وروزل سي، په دغه هيواد کي ښه دولت داري رامنځ ته کولای شي. په افغانستان کي د ديموکراسۍ څخه د ملاتړ له پاره د ټاکنو د سيسټم پياوړي کول ډير اړين کار دئ. افغان حکومت بايد د دولت په ټولو کړيو کي د مدني ټولني د استازو حضور تظمين کړي. افغان حکومت تعهد کوي چي د ملکيانو څخه ساتنه وکړي، د اداري فساد په وړاندي مبارزه وکړي او په هيواد کي د قانون حاکميت پياوړی کړي.

۹. د امنيت د انتقال د بهير سره يو ځای افغان حکومت پر دې ټينګار کوي، چي په دغه هيواد کي به د نړيوالي ټولني رول هم بدلون ومومي. تر دې وروسته به نړيواله ټولنه د امنيتي پروژو ترڅنګ پر پرمختيايي پروژو، د ظرفيت د لوړوني او افغان حکومت سره د قانون په پلي کولو کي مرسته وکړي. په دغه پروسي کي د ولاياتي بيارغوني مرکزونه هم شامليږي.

۱۰. افغان حکومت په افغانستان کي د نړيوالي ټولني له رول څخه ملاتړ کوي. افغانستان د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي، ستيفن دي مستورا له خدمتونو څخه مننه کوي. دغه هيواد دغه راز د ملګرو ملتوونو د نوي استازي، جان کيوبز څخه ملاتړ کوي.

امنيت

۱۱. نړيواله ټولنه د افغانانو هغي ليوالتيا ته چي غواړي د خپل هيواد امنيت پخپل لاس کي ونيسي او د تروريزم په وړاندي جګړه پر مخ بوزي هرکلی کوي. نړيواله ټولنه همدار د افغانستان د هغه ليد لوري څخه ملاتړ کوي چي غواړي خپل پياوړی ملي ځواک ولري ترڅو د خپل هيواد څخه ساتنه وکړي.

۱۲. نړيواله ټولنه د امنيت د ليږد بهير د هوکړي له پيل څخه هرکلی کوي. افغان امنتي ځواکونه د خپل هيواد امنيتي مسئوليتونه پر خپله غاړه اخلي او دغه بهير به د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري بشپړ کړي. د دې ترڅنګ د ناټو ځواکونه، چي په افغانستان کي يې ماموريت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په چوکاټ کي پيل سوی، تر ۲۰۱۴ کال پوري له افغانستان څخه خپل ځواکونه په تدريجي توگه را وباسي. په افغانستان کي د نړيوالي ټولني ماموريت تر ۲۰۱۴ کاله پای ته نه رسيږي دغه ټولنه به تر ياد کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو ژمنو او مرستو ته دوام ورکړي.

۱۳. موږ پر دې خبره ټينگار کوو، چي نړيواله ټولنه بايد تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغانستان د امنيتي ځواکونو ملاتړې وي. په دې برخه کي نړيواله ټولنه د افغان امنيي ځواکونو د روزني، تجهيزولو، تمويلو او د ظرفيت د لوړلو په برخه کي د انتقال په لسيزه کي مرسته وکړي. نړيواله ټولنه به همدا راز د افغانستان د امنيتي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، خو دغه مرستي به د وخت په تيريدو او د افغانستان د کورني عوايدو په ډيريدو سره کمي شي. په دې ترتيب سره به د افغانستان د امنيتي ځواکونو د تمويل له پاره يو مفصل پلان جوړ کړي چي د شيکاگو تر راتلونکي غونډي پوري بايد بشپړ شي.

۱۴. موږ پوهيږو چي د افغانستان د امنيت په وړاندي اوس هم تر ټولو لوی کواښ تروريزم دئ او دا چي ترويزم د نړۍ او سيمي امنيت هم د ګواښ سره مخامخ کوي. موږ په سيمه کي د تروريزم د خطر د پراخوالي څخه خبر يو. موږ په دې هم پوهيږو چي د ترويزم په وړاندي جګړه کي سيمه ييزي همږغۍ ته اړتيا شته.

۱۵. د مخدره توکو توليد، قاچاق او استعمال د افغانستان امنيت ته لوی کواښ دئ، او همدا راز د نړۍ امنيت او افتصاد له ګواښ سره مخامخ کوي. افغانستان او نړيواله ټولنه خپلو ګډو منافعو ته په کتو سره ژمنه کوي، چي د مخدره توکو په وړاندي مبارزه جاري وساتي.

د سولي بهير

۱۶. موږ په افغانستان کي د سولي د رامنځ ته کېدو په موخه پر سياسي حل لاري ټينگار کوو. په افغانستان کي د سولي د راوستلو او د خپل ځان څخه د دفاع د وړتيا په موخه يوې سياسي حل لاري ته اړتيا ليدل کيږي. مصالحه او مذاکره په افغانستان کي د سولي د بهير اساسي ضرورتونه بلل کيږي.

۱۷. موږ د سولي د عالي شورا د مشر، برهان الدين رباني، وژنه په کلکه غندو. نړيواله ټولنه په افغانستان کي د سولي د عالي شورا له لاري د سولي د بهير څخه ملاتړ کوي. دغه هيواد همداراز په افغانستان کي د سولي په برخه کي د تيري لويي جرګې وړانديزونه په پام کي نيسي.

۱۸. نړيواله ټولنه غواړي چي د افغانستان د سولي بهير بايد پر لاندي اصولو ولاړ وي:

الف: د مصالحي پروسه بايد:
- يو پوره افغاني او د افغانانو لخوا رهبري کيدونکې پروسه وي.
- دغه بهير بايد د افغانستان د خلکو غوښتني ښکاره کړي.
ب: د مصالحي بهير بايد:
- د يو متحد او باثباته افغانستان له پاره کار وکړي.
- د مصالحي بهير بايد په افغانستان کي د تاوتريخوالي د له منځه وړلو له پاره کار وکړي.
- هغه کسان چي له دغه بهير سره يوځاي کيږي بايد د نړيوال تروريزم سره خپلي اړيکي وشلوي.
- هغه کسان چي د سولي د بهير سره يوځای کيږي بايد د افغانستان اساسي قانون بشري حقونو او د ښځو حقونه ومني.
ج: د سيمي هيوادونه بايد په افغانستان کي د سولي د بهير په اهميت پوه شي او د پايلو څخه يې ملاتړ وکړي:
نړیواله ټولنه په افغانستان کي د سولي د داسي پروسې څخه چي پر پورته اصولو ولاړ وي، ملاتړ کوي.

اقتصادي او ټولنيز پرمختګ

۱۹. نړيواله ټولنه د افغانستان د هغو هڅو او ليدلوري څخه چي غواړي يو پياوړی اقتصاد ولري ملاتړ کوي. نړيواله ټولنه د افغانستان د خودکافايي اقتصادي بهير څخه ملاتړ کوي. په افغانستان کي د نړيوالي ټولني د سياست تغير چي د امنيتي پروژو پر ځای پر پرمختيايي پروژو تاکيد کوي د قانون د حاکميت، عامه خدمات، روزنه، روغتيا، زراعت، انرژۍ، او افتصادي بنسټونو څخه ملاتړ کوي.

۲۰. د کابل حکومت هم په مالي برخو کي خپل اولويتونه ټاکلي دي او د خپلو نړيوالو ملګرو څخه غواړي چي د هغوئ په لاس ته راوړلو کي ورسته مرسته وکړي. له افغانستان سره به د انتقال په لسزيزه کي د نړيوالي ټولني مرستي په ۲۰۱۲ کال کي د توکيو په کنفرانس کي مشخصي شي.

۲۱. د امنيت د ليږد بهير په پلي کيدو سره موږ د هغو اقتصادي کواښونو څخه باخبره يو، چي نړيوال بانک او د پويسو نړيوال صندوق په ګوته کړي دي. نړيواله ټولنه به له کابل سره د دغو ستونزو په له منځه وړلو کي مرسته وکړي.

۲۲. د امنيت د انتقال د بهير د پلي کيدو وروسته به، نړيواله ټولنه په افغانستان کي خپل حضور کم کړي. خو نړيواله ټولنه پوهيږي چي افغانستان به د انتقال په لسيزه کي مالي مرستو ته اړتيا ولري. نړيواله ټولنه ژمنه کوي چي له افغانستان سره به په دغه دوره کي خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي.

۲۳. د افغانستان اوږد مهاله پرمختګ به د دغه هيواد د اساسي سکتورونو چي په کي زراعت او کان کيندنه شامل دي تړلي وي. نړيواله ټولنه په افغانستان کي د دغو سکتورونو څخه د ملاتړ وعده کوي. د افغانستان خلک بايد د دغه هيواد د کانونو څخه ګټه واخلي.

۲۴. نړيواله ټولنه په افغانستان کي له خصوصي سکتور څخه ملاتړ کوي. نړيواله ټولنه همداراز د افغانستان د حکومت د هغو هڅو څخه چي غواړي په دغه هيواد تجارت او ترانزيت تقويه شي ملاتړ کوي.

۲۵. د افغانستان حکومت ژمنه کوي چي په دغه هيواد کي د پانګوني قوانين تقويه کړي.

سيمه ييزي همکارۍ

۲۶. يو با امنه افغانستان يوازي کيدای شي، چي په يوه با امنه سيمه کي شتون ولري. نړيواله تولنه د افغانستان له هغو هڅو څخه چي غواړي د خپلو ګاونډيانو سره ښې اړيکي ولري ملاتړ کوي. دغه همکارۍ بايد د ټولو هيوادونو لخوا د ملي حاکميت او په کورنيو چارو کي د نه مداخلې پر اصولو ولاړي وي. د افغانستان ګاونډيان بايد د اقتصادي پرمختګ په برخه کي هم مرسته وکړي.

۲۷. نړيواله ټولنه د استامبول د کنفرانس د پايلو څخه ملاتړ کوي.

۲۸. افغانستان کولای شي د اسيا د زړه په توګه دغه سيمه سره ونښلوي. نړيواله ټولنه په افغانستان کي د اورګادۍ د لارو د جوړېدو او گازو د پايپ لاين د تيريدو څخه ملاتړ کوي.

۲۹. نړيواله ټولنه د پاکستان او ايران د هغه هڅو څخه چي د څو کلونو له پاره يي ډيره افغانان د مهاجرو په توګه منلي دي با خبره ده. افغانستان ته د دغو کډوالو د ستنيدو له پاره بايد کوټلي کامونه واخيستل شي.

راتلونکي لار

۳۰. په افغانستان کي به د امنيت د انتقال بهير د ۲۰۱۴ کال تر پايه پای ته ورسيږي. تر دي وروسته به په دغه هيواد کي د انتقال لسيږه پيل شي. په دغه موده کي بايد افغانستان يو تکړه حکومت ولري. د انتقال په لسيزه کي به د افغانستان او نړيوالي ټولني اړيکي يو نوي پړاو ته ننوزي.

۳۱. د بن په دوهم کنفرانس کي افغانستان د راتلونکي له پاره يو ليدلوري وټاکه چي پکښي يو آزاده، پياوړی، باثباته، ديموکرات او داسي هيواد راځي چي دولت يې د خلکو په خدمت کي وي. افغانستان غواړي په راتلونکي کي د خپلو ګاونډيو سره ښې اړيکي ولري او د نړيوال امنيت سره يوه مرسته وي.

۳۲. دغه هدف ته د رسيدو په موخه افغانستان او نړيوال د يو بل په وړاندي ځيني تعهدات وکړل ترڅو خپل ګډ کار ته دوام ورکړي. افغانستان ژمن دئ، چي خپله دولتداري به قوي کوي او نړيواله ټولنه ژمنه کوي، چي د ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

۳۳. موږ په بن کي، د افغانستان او نړيوالي ټولني د اړيکو پر لا ژورېدو ټينګار کوو. دغه اړيکي په همدې ښار کي لس کاله مخکي رامنځ ته شوي وې. افغانستان او نړيواله ټولنه ژمنه کوي چي د انتقال په لسيزه کي د يو بل سره همکاريو ته دوام ورکړي.

بن/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله