د بن کنفرانس به د سولي په برخه کي لاسته راوړني و نه لري
۱۳۹۰ آذر ۱۳, یکشنبهپاکستان وروسته ترهغه په غونډه کي د نه ګډون اعلان وکړ، چي د ناټو په يوه بريد کي يي ۲۴ سرتيري ووژل شول.
د بن په کنفرانس کي د طالبانو او پاکستان نه ګډون د سولي په برخه کي د دغه کنفرانس د لاس ته راوړنو په هکله د عادي افغانانو هيلي هم له منځه وړي دي.
د کابل ښار يو تن اوسيدونکی، فضل الرحيم، وايي چي افغان دولت او نړيواله ټولنه بايد طالبانو ته هم په دغه کنفرانس کي وڼده ورکړي. د هغه په وينا د طالبانو د ګډون پرته به دغه کنفراسن کومي لاس ته راوړني و نه لري.
د روان کال په پيل کي په افغانستان کي ميشتو غربي ديپلوماتانو ويلي ول، چي کيدای شي طالبان په دغه کنفرانس کي د يوه خپلواک پلاوي په توګه ګډون وکړ.
خو د افغانستان د سولي د عالي شورا د پخواني رييس تر وژل کېدو وروسته د طالبانو سره د سولي د خبرو اترو د پيلېدو تماس وشلېدی.
اوس د بن د کنفرانس اصلي اجندا تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان او نړيوالي ټولني تر منځ د اړيکو مشخصول دي.
په افغانستان کي د برتانيې سفير، ويليم پيتي، ويلي دي، چي فکر نه کوي دغه کنفرانس به د سولي د بهير په برخه کي کومي خاصي لاس ته رواړني ولري.
هغه ويلي دي چي په دغه کنفرانس کي به يوازي دا خبره وشي چي افغان حکومت او نړيواله ټولنه له طالبانو سره خبرو اترو ته چمتو دي.
د افغانستان په هکله د بن د دوهم کنفران جوړونکي وايي چي دغه کنفرانس به په ۲۰۰۱ کال کي د بن د لومړي کنفرانس سره ډير توپير لري.
دا په داسي حال کي ده چي ځيني کسان په دي اند دي چي په ۲۰۰۱ کال کي د بن په غونډه کي ځينو پريکړو د افغانستان اوسنۍ ستونزي رامنځ ته کړي دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل