1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بودجې په سر د اروپايي ټولنې اختلاف

ګراتوول، محمد شيرين ګرديوال۱۳۹۱ بهمن ۲۱, شنبه

که چيري سړی اوس د اروپايي شورا ودانۍ ته ورتلل غواړي، چېرته چې د اروپايي ټولنې د کورنۍ بودجي په تړاو غونډه کيږي، نو د فلزي کټارو نه به تيريږي. هرې خوا ته د تعميرونو د جوړيدو غرهار تر غوږو کيږي.

https://p.dw.com/p/17bLC
انځور: picture-alliance/dpa

کومو ځايونو ته چې سړی تګ غواړي يا منعه دي يا دغه ځايونه په ښه توګه نه دي نښاني شوي. معنی يې دا ده چې سړی ژر پرې تيروځي، تر څو چې سړی خپل هدف مونده کړي. دا د تېرې شپې د غونډي او خبرو اترو عمومي تصوير هم دی چې د ۲۷ هيوادونو حکومتي او دولتي استازو په کې ګډون درلود. داسي بريښي چې په راتلونکي کې يوه اوږده لاره په مخ کې پرته ده چې له مشکلاتو او بنديزونو سره هم بدرګه وي. د غونډې پايله دا وه چې کلنۍ بودجه به ۹۶۰ ميليارده يورو وي او دا اندازه په اصل کې د تېر مالي حساب په مقايسه دري سلنه کمه ده. همدغه اندازه، حکومتي او دولتي مشرانو د خپلي ذمه وارۍ په چوکاټ کې فيصله کړه. اروپايي کميسون په خپل تېر وړاندييز کې ۱،۴ بيلونه يورو د ۲۰۱۴ ميلادي کال څخه تر ۲۰۲۰ ميلادي کاله پوري غوښتې وې.
غړي دولتونه په حقيقت کې ۹۰۸ ميليارده یورو تحويلوي چې په حقيقت کې وعده شوو پيسو او د تحويل کونکو هيوادونو د پيسو د اندازې تر منځ يو توپير موجود دی، سره له دې چې دا توپير پخوا هم و، ځکه چې ځيني پلان شوې پيسي په مصرف نه وې رسيدلې.

خبرې اترې د قطعو د لوبې په څېر وې

د اروپايي شورا مشر، هيرمن فن رمپوي، دغه غونډه تشريح کړه او ويې ويل چې «زه په بشپړ ډول د غونډي څخه راضي يم چې د غونډي د پيل څخه ټول څيزونه د نظر لاندې ونيول او خبري اتري پري وشوي.» رمپوي زياته کړه چې د اقتصادي سختو حالاتو با وجود اروپايي ټولنه په دې وتوانېدله چې ثبات او وده ولري. دغه د بوديجي پر سر شريکې خبرې اترې له ډېرو ساعتونو ځنډ او تاخير سره تر سره شوې. په عوض د دې چې د تېري پنجشنبې په ورځ، وروسته له غرمې څخه په سمدستي توګه يو د بله سره کوټلې مشورې شوې وې، بیا ټول د خبرو اترو مېز ته کښيناستل. داسي معلوميده چې د جرګې يا شورا دريځونو ډير توپير درلود. د غونډې له جريان څخه داسې اټکل کېده چې په سترو غونډو کې سړی هر څه راکابو کولي شي. خو په اصل کې داسې ممکنه نه وه. کله به چې يوه ستره غونډه پيل شوه، نو لږه شېبه وروسته به بيا جلا جلا غونډې رامنځ ته شوې چې هر څوک خپله لوبه په خپله طريقه سره مخ په وړاندي يوسي. په اصل کې د پنجشنبي د ماښام نه د جمعي تر مازديګره پورې ټولې خبرې اترې د قطعو د لوبې په څېر وې.

په اصل کې ستر پرابلم د هغو هيوادونو ترمنځ و چې پيسې ورکوي او هغو هيوادونو تر منځ چې پيسي اخلي. دا خبره پوره واضحه نه وه چې يو هېواد څومره پيسې تحويلوي يا دا پيسې به د پخوا په څېر د دوديزو تحويلونکو ځايونو څخه راځي که د دې د پاره به په راتلونکي کې نوي درکونه په ګوته شوي دي.