1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بوستون د برید دویم شکمن کس ونیول شو

مسعود جهش (AP, AFP)۱۳۹۲ فروردین ۳۱, شنبه

امریکایي پولیسو د بوستون په ډله ییزې ځغاستې کې د تر سره شویو بمي بریدونو دویم شکمن عامل نیولی دی. دغه شکمن وګړی د «واټر تاون» په سیمه کې د یوه کور په حویلۍ کې ولاړې يوې وړې کښتۍ کې پټ شوی وو.

https://p.dw.com/p/18JnI
Law enforcement officials are seen in front of 67 Franklin St after the capture of Dzhokhar Tsarnaev, the surviving suspect in the Boston Marathon bombings, in Watertown, Massachusetts April 19, 2013. Boston Police said on Friday they have taken custody of the second suspect, Dzhokhar Tsarnaev, and are sweeping the suburban Boston neighborhood where he was captured after a massive manhunt. REUTERS/Lucas Jackson (UNITED STATES - Tags: CRIME LAW TPX IMAGES OF THE DAY) eingest. sc
boston festnahme polizeiانځور: reuters

امریکایي پولیسو دغه ۱۹ کلن شکمن د جمعې په ماښام ناوخته ونیوه. پر هغه او د هغه پر وژل شوي ورور باندې یې تور لګول کیږي چې د تیرې دوشنبې په ورځ یې د بوستون د ډله ییزې ځغاستې پر مهال دوه بمونه وچول چې له کبله یې درې کسان ووژل شول او له ۱۸۰ تنو څخه ډیر نور ټپان شول. د نیول شوي شکمن وګړي ورور تر دې مخکې د پنجشنبې په شپه ناوخته له پولیسو سره په وسله والو نښته کې وژل شوی وو.

نولس کلن جوهر سارنایف، اوس د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
نولس کلن جوهر سارنایف، اوس د پولیسو له خوا نیول شوی دی.انځور: picture-alliance/dpa

امریکایي پولیس تر هغه وروسته د دغه وګړي په نیولو وتوانېدل چې د جمعې په ماښام ناوخته یوې ښځې پولیسو ته زنګ وواهه او ورته یې وویل چې هغې یو شکمن کس د خپل کور په انګړ کې په یوې ولاړې وړې کښتۍ کې د پټیدو په حال کې لیدلی دی. تر دې مخکې د بوستون او مسې چوستس ایالات چارواکو د «واټر تاون» سیمې له اوسیدونکو څخه غوښتي وو چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او یوازې د پولیسو پر مخ خپلې دروازې پرانیزي.

پولیسو ته د ښځې له خوا د معلوماتو تر رسیدو وروسته هغوی هغه کور محاصر کړ چې شکمن کس یې په حویلۍ کې پټ شوی وو. تر یو څو ډزو وروسته پولیس د دې وګړي په نیولو بريالي شول او هغه یې یوه روغتون ته ولېږداوه. ویل کیږي چې د دغه کس روغتیايي حالت ډیر حساس دی.

شپږ ویشت کلن تیمورلنگ سارنایف، تر دې مخکې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی وو.
شپږ ویشت کلن تیمورلنگ سارنایف، تر دې مخکې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی وو.انځور: picture-alliance/dpa

د بوستون پولیسو د دې وګړي د نیول کیدو خبر د تویتر ټولنیزې پاڼې له لارې اعلان کړ. تر هغه وروسته د جمعې په شپه د امریکا متحده ایالاتو په سیمه ییز وخت ۹:۳۰ یو خبري کنفرانس هم دایر شو چې په کې د دې وګړي د نیولو خبر په رسمي ډول اعلان شو. په دې خبري کنفرانس کې د مسي چوستس ایالت چارواکو له هغو زرهاوو امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه چې د دې وګړې د نیولو په عملیاتو کې يې ونډه درلودله.

ولسمشر بارک اوباما هم د دغه شکمن وګړي تر نیول کېدو وروسته په یوه خبري کنفراس کې څرګند شو، هغه هم له ټولو امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه او و یې ویل چې د نیول شوي وګړي په هکله ډیرې پوښتنې موجودې دي چې ولې هغه په دغه شان برید لاس پورې کړی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب