1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بوش دوره پای ته ورسيده ولي ټول کارونه يې نيمګړي پاته دي

۱۳۸۷ آذر ۲۶, سه‌شنبه

آلمانی آژانس dpa ليکي، بوش په راتلونکې مياشت کي له خپل کار څخه لاس پر سر کيږي او تر بل هروخت يې لږ کارونه سرته رسولي، چي د هغو تر څنګ د عراق او افغانستان جګړې هم پاته او اسامه بن لادن آزاد کرزي

https://p.dw.com/p/GHGO
د امريکا جمهوررييس جورج ډليو بوش
د امريکا جمهوررييس جورج ډليو بوشانځور: AP

دی اقتصادي رکود او په نړۍ کې تر بل هر وخت نه د کم اعتبار څښتنه امريکه شا ته پرېږدي. د ده ځای به دموکرات غوره شوی نوی اولسمشر بارک اوباما نيسي، کوم ته به چې د هېواد د ننه او بهر د ننگونو او چلنجونو يو اوږد جدول په وړاندې پروت وي.

بوش د نيوکو د پاره يوه ډېره ساده نخښه جوړه شوې، او دا ځکه چې په 2003 ميلادي کال کې يې د استخباراتو د دې غلطو رپوټونو له مخې، چې گواکي صدام حسين سټوونکې وسلې لري، پر عراق حمله وکوله او نتيجه يې له عراق څخه يو بې ثباته او له کړکېچ څخه د ډک هېواد منځ ته راتگ وو، چې يواځې تېر کال يوه اندازه پرمختگونه پکې ليدل شوي. سره له دې ټولو نيوکو او مشکلاتو چې بوش ورسره مخامخ دئ، نوموړي په بهرنۍ پاليسۍ کې يو لړ مثبت کارونه هم کړي او روښانه پايلې يې ورڅخه لاس ته وروړې، چې هغه هم د ده د غلطيو په سيوري کې پټې دي.

همدا د بوش تر اداره لاندې د امريکې متحده ايالتونو د هندوستان سره د ساړه جنگ دوره همدا سږ کال پای ته ورسوله او يو داسې تړون يې ورسره وکړ، چې امريکايي شرکتونو ته اجازه ورکوي خپله ملکي زروي تکنولوژي هغه هېواد ته صادره کړي.

په واشنگټن کې د think tank له ټولنې څخه محافظه کار پتر بروکز څرگندوي چې: د بوش د اداري د بهرنۍ پاليسۍ يوه ډېره لويه لاس ته راوړنه د هندوستان او امريکې د اړيکو بدلون دئ.

د دواړه يادشوو هېوادونو په اړيکو کې همدا زروي موضوع وروستۍ لانجه وه او اوس دواړو ټينگې سوداگري او سياسي اړيکې سره نيولې، د نړيوال تروريزم پر ضد سره ملگري شوي.

البته د دې نوو اړيکو ډېره مهمه ستراتيژي جنبه هم هغه په جنوبي آسيا کې د يوه تکړه او قوي ملگري شته والی دئ، تر څو په سيمه کې د چېن د پراخه اغېزو مخه ونيسي.

بروکز وويل، هند او امريکه ناپويلي دي، او ډېر ښه ملگري دي، چې د چين پرمختگ په وړين تندي سره مني. د بهرنۍ پاليسۍ متحصص جمهوريت غوښتونکي سناتور ريچارد لوگار دا زروي روغه جوړه يوه د تېرو لسيزو تر ټولو غت او د اهميت وړ ستراتيژيکي او سياسي نوښت بللی.

نيونکي دا وېره لري چې د هند او امريکې زروي تړون په سيمه کې د اتومي بې انډولی سبب گرزي، ځکه هندوستان تر اوسه پورې د زروي پراختيا د مخنيوي نړيوال تړون نه دئ لاسليک کړی.

بله موضوع چې نړيوالو ډېره کمه پاملرنه ورته کړې، هغه زياته اندازه پيسې دي، چې بوش په افريکه کې د AIDS او ملاريا د رنځ د مخنيوي په خاطر لگولې.

بوش په 2003 ميلادي کال کې په افريکه کې د AIDS د مخنيوي او درمل په غرض يو پنځه کلن پروگرام تر لاس لاندې ونيو، کوم چې8,18 مليارډه ډالره پرې مصرف شوي.

د بوش د دې پروگرام له برکته3,1 مليونه کسانو ته په هغه لويه وچه کې درمل ورسېده او هم ورته معلوماتي پروگرامونه طرح شول. خو دا نيوکه پرې کيږي، چې د رنځونو د بېرته راگرځېدنه تدبيرونه ورسره نه وو.

بوش ته د جنورۍ په مياشت کې، بينين، لايبريا، گانا، رواندا او تانزانيا ته د خپل سفر په ترځ کې توود هرکلی وويل شو. ځکه چې په تانزانيا کې يې د خپلو مرسته اندازه دوه چنده او برسېره پر هغه د امريکې کانگرس د 48 مليارډه نور ډالر هم دې پروگرام ته ومنل. ممکن د افريکي د سهارا سيمه يواځينی ځای وي، چې بوش ورپکې زيات نامتو دئ.