1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بون په بم ايښوونکي پسي لټون روان دئ

۱۳۹۱ آذر ۲۳, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/171bO

د جرمني د بون ښار د اورگاډو په مرکزي سټېشن کښي د یوه بم تر پیدا کیدو وروسته د هغه په عاملینو پسي پلټني رواني دي.
لوی څارنوالی ویلي دي چي په اسلامي تندلارو پسي لومړني شکونه په واقعیت نه دي تبدیل سوي. لکه څرنګه چي جنايي آمر روبرت واګنر وویل، په یوه سفري بکس کښي ځای پر ځای سوي چاودیدونکي مواد ډیر خطرناکه وه. که هغه چاودلي وای نو سخت اورونه به یې بل کړي وای او ډيري خرابۍ به يې رسولي وای. پلټونکي د یوه تيره پوستي تر څنګ په یوه سپین پوستي پسي هم ګرځي چي د دوشنبې په ورځ یې د بون په مرکزي سټېشن کښي خپله بسته پرې ايښې وه. دی د سټيشن څنګه ته د یوه رستورانت په ویدیو کښي لیدل سوی دی.