د بوکس د نړۍ «تر ټولو ستر اتل» له دې نړۍ سترګي پټي کړې
محمد علي کلې د ۲۰۱۶ کال د جون پر ۳مه نېټه په اريزونا کي له دې نړۍ سترګي پټي کړې. هغه د ۱۹۴۲ کال د جنورۍ په ۱۷مه نېټه په کېنټکي کي زېږېدلی ؤ. د مسلمان کېدو څخه تر مخه د هغه نوم كاسيوس مارسيلوس كلاي جونيور ؤ.
د انسان له فکر څخه لوړ
هغه نامتو لوبغاړي چې بې له شکه ورته «سوپر هیرو» ویل کیدل نور په دې نړۍ کي نسته. دا د ۱۹۶۶ کال انځور دی چې آلماني عکاس تهوماس هیویکر اخیستې دی. دا انځور د محمد علي تر ټولو ډیر خوښ وو.
محمد علي ایثار او قرباني
دا انځور کارل فشر په ۱۹۶۷ کال کې د امریکایې مجلې«اسکوائر» له پاره جوړ کړی وو. دا انځور د ایټالوي نقاش نشاط ثانیه له خوا جوړ شوي هغه انځور ته په کتلو سره جوړ شوې دی، په کوم کې چې د«سینټ سیباستیان» ایثار او قرباني ښودل شوې وو. محمد علي په ۱۹۶۷ کال کې د ویتنام د جگړې پر مهال په امریکایې پوځ کې له داخلیدو څخه انکار وکړ. د هغه په خبره هیڅ وخت هم یوه ویتنامي ورته تورپوست نه ول ویلي.
محمد علي
د هیټلز په نوم پاپ موزیک ډلې سره د محمد علي دا انځورهنري بنسن په ۱۹۴۶ کال کې اخیستې دی. محمد علي ته د سوک وهنې لومړنې پاپ آئېکن هم ویل کیږي. په دې انځور کې محمد علي د دغه ډلې له ۴ تنو غړو سره لیدل کیږي.
په رنگ یا میدان کې
دا د محمد علي تر ټولو مشهور انځور دی. په دې انځور کې محمد علي د خپل سیال«سوني لیستون» د ناک آؤټ کولو په حالت کې ښودل کیږي. د دغو دواړو سوک وهونکو تر منځ دویمه مسابقه وه. دا انځور نیل لېر اخیستې وو.
د دعا زور
کیسیوس کلي په ۱۹۶۵ کال کې تر مسلمانیدو وروسته خپل نوم محمد علي کلي کیښود. د سوک وهني دغه نامتو لوبغاړي د مدني حقونو له مختلفو مشرانو سره هم کار کړی دی. هغه په عام محضر کې له مذهب سره د خپل ارتباط په هکله خبرې کولې.
آزاد تمرین
محمد علي د نمایشونو له پاره د لوبیدلو هیڅ یو چانس له لاسه نه دی ورړکړی. هغه خپل د تمرین ځای هم د عامو خلکو پر مخ خلاص پریښې وو. دا انځور چې محمد علي په کښې د رسپان بازې په حال کې لیدل کیږي،پیټر انجیلو سائمن اخیستې دی.
د انځور له پاره ښه څیره
محمد علي هیڅ کله هم نه دي ویلي چې د نورو سوک وهونکو برعکس د ده پر مخ د ټپ هیڅ یو نښان نشته. د محمد علي دا انځور د شکاگو د سلماني په یوه دوکان کې تهوماس کیوپکر اخیستې دی.
خوله، اوښکې او وینه
د سرطان پر ناروغۍ تر اخته کیدو وروسته هم هغه په رينگ کې ولیدل شو. د هغه غیر عادي صلاحيتونو او ځواک تل ورسره د ستونزو د حل په برخه کې مرسته کړی. محمد علي د سرطان پر ناروغۍ تر اخته کیدو ورسته هم په ساعتونو ساعتونو ورزش کاوه.
د کار بادشاه
په دې انځور کې لیدل کیږي چې د محمد علي د انځور اخیستنې پر مهال هغه د عکاس لارښونې ته ډیر اهمیت ورکوي. د عکاسانو په خبره له محمد علي سره کار کول ډیر آسانه وو ، ځکه هغه د دوی له کار سره په ښه ډول آشنا وو.
د پارکينسون ناروغي
د علي وياند باب کونېل ويلي: «د پارکيسنون ناروغۍ سره د ۳۲ کلن اوږد جنګ وروسته هغه زموږ څخه ولاړ.»