1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بوکو حرام د ترهگرې ډلې پر ضد شخړیزه جگړه

فریدریکې مولر یونګ/ ب.ح۱۳۹۵ مهر ۲, جمعه

کامرون د ترهگرې ډلې بوکو حرام پرضد مبارزه کوي؛ د ټوپ او ټانک په زور، خو پر ته له دې چې بشري حقونه په پام کې ونیسي. دا هغه تور دی چې د بخښنې د نړیوال سازمان له خوا د کامرون پر حکومت لگول کیږي. حکومت دا نه مني.

https://p.dw.com/p/1K773
Kampf gegen Boko Haram Nigeria
انځور: picture-alliance/dpa/Ngala Chimtom

دا چې بوکو حرام یوه ترهگره ډله ده او لاسونه یې د بې گناهو خلکو پر وینو سره دي، هیڅوک یې نه ردوي. خو د ترهگرۍ پر ضد په افریقايي هیواد کامرون، کې د جگړې لمن هغو عامو خلکو ته هم اوږده شوې چې نه ترهگر دي او نه هم له بوکو حرام سره کوم تړاو لري.

دا هغه تور دی چې اوس د بخښنې د نړیوال سازمان له خوا مطرح شوي دي. د دې سازمان غړې بلقیسه ایدی سیدو، وايي: «په سلهاو کسان په ناحقه نیول شوي دي، حتي پرته له کوم رښتيني دلیل څخه. هغوی تر ډيرو غیر انساني شرایطو لاندي بندیان ساتل کیږي.»

د بلقیسې د وینا له مخې «ډير بندیان نه له خپلو کورنیو او نه هم له کوم مدافع وکیل سره اړیکه نیولای شي او ځینې په بندیخانو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي». د بخښنې د نړیوال سازمان دغې غړې دویچه ویله ته په مرکه کې وویل: «د هغوی پر حقونو تیري کیږي. حال دا چې دولت باید خلک د بوکو حرام له زورزیاتیو څخه وساتي، خو هغه خپله بشري حقونه تر پښو لاندی کوي.»

Karte Kamerun deutsch

د نایجریا، نیجیر او چاد په څیر بوکوحرام د کامرون په شمال کې هم په وحشت او بربریت لاس پورې کوي. حکومت د ترهگرو د ټکولو لپاره پر پوځي عملیاتو تکیه کوي. څرنگه چې د ۲۰۱۴ کال په دسمبر کې د دغه هیواد په لیرې شمالي سیمو کې په عملیاتو لاس پوری کړ. د بخښنې نړیوال سازمان دغه سیمه په خپل رپوټ کې تر ارزونې لاندې نیولې ده. حکومتي سرتیرو هلته څه نا څه ۲۰۰ نارینه ونیول. ۲۵ تنه د نیولو په لومړې شپه مړه شول. څه د پاسه ۱۳۰ تنه نور تر نن ورځې پورې لادرکه دي. د نیول شوو کسانو د کورنیو غړي تر نن ورځې خبر نه دي چې آیا هغوی ژوندي دي او که مړه شوي دي.

«مونږ پر خپل پوځ ویاړیږو»

د کامرون د مخابراتو وزیر چیروما باکري، چې په عین وخت کې د حکومت ویاند هم دی د دغو عملیاتو تصدیق کوي. هغه دویچه ویله ته وویل: «مونږ دا عملیات په لاره واچول ترڅو په خپل هیواد کې د ترور او وحشت ټغر ټول کړو.»

هغه دا هم مني چې ټول مشکوک کسان ونیول شول او بندیخانو ته واچول شول. د هغو له جملې څخه ۲۵ کسان یې مړه شول. هغه زیاتوي چې د عدلي طب څیړنو وښودله چې د مړه شویو کسانو څخه ډيرو یې له مخکې مخدره مواد استعمالول، خو ونه شو چې د هغوی هویت تشخیص کړای شي. نوموړی وزیر د بخښنې د نړیوال سازمان تورونه په کلکه ردوي: « په کامرون کې بشري حقونو ته درناوی او د هغو مراعات په ړومبیتوبونو کې قرار لري، د بشري حقونو د فعالینو خبره هیڅ حقیقت نه لري».

باکري زیاته کړې ده: «که چیرې دا رښتیا وي نو مهرباني د وکړي او مونږ ته ثبوت وړاندې کړي.»

د کامرون د مخابراتو وزیر دویچه ویله ته په خپله مرکه د خپل پوځ ځینو کړنو ته توجیه پیدا کوي او وايي: «دا چې دلته یا هلته کومه غلطی وشي، کیدای شي شوې وي. د دنیا کوم پوځ اشتباه نه کوي. حکومت هڅه کوي چې د ۲۰۱۴ کال د دسیمبر د عملیاتو پیښې وڅيړي، خو مونږ پر خپل پوځ ویاړیږو.»

Kamerun Präsidenten Paul Biya & Muhammadu Buhari Nigeria
د کامرون ولسمشر پاول بییاانځور: Getty Images/AFP/R. Kaze

د کامرون د حکومت دغه ویاند یادونه کوی:«دا په سیمه کې یواځې زمونږ پوځ وو چې وتوایند د اتو میاشتو په موده کې سرحدونه وتړي او هیواد ته د بوکو حرام د ننوتلو مخه ونیسي.»

هغه وايي چې د کامرون پوځ د امریکا متحده ایالاتو په مرسته روزل شوی. د هغوی په روزنیز پروگرام کې د بشري حقونو ساتل او درناوی هم شامل دي.

کله چې له قوې څخه کار اخیستلو ته پوله ونه ټاکله شي

خو د مارتین ایوي په نظر د پوځ په روزنه کې د بشري حقونو مسایلو ته زیاته پاملرنه نه کیږي. د کامرون دغه وگړی په جنوبي افریقا کې د امنیتي مطالعاتو لپاره د بوکو حرام په هکله څیړنه کوي.

هغه وايي چې ترهگر له هیڅ ډول وحشت څخه مخ نه اړوي، هغوی له ملکي خلکو د ډال په توگه استفاده کوي. دغه مسئله باید په روزنه کې په پام کې ونیوله شي. مارتین ایوي په ټولیزه توگه د بوکو حرام پر ضد روان جگړې ته په انتقادي نظر گوری: «دا ډيره سخته ده چې سړی خپله په دام کې ونه لویږي او له دې سره خپله بشري حقونه تر پښو لاندی نه کړي.»

دغه کارپوه د کامرون پر حکومت غږ کوي چې د بخښنې د نړیوال سازمان عنوان شوې قضیې په ژوره توگه تر پلټنې لاندې ونیسي: «اوس باید زیاته هڅه وشي چې خلکو ته د امن د ساتنې احساس ورکړ شي او هغوی ته ښکاره کړي چې پوځ هسې هم بد او ویجاړونکی نه دی، لکه بوکو حرام.»

د هغه په نظر د خلکو له ملاتړ څخه پرته کامرون د نوموړی ترهگرې ډلې پر ضد جگړه گټلای نه شي.