1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بوکو حرام د ترور پر وړاندې نوې ستراتیژي

آدريان کيش / سيد رياض۱۳۹۳ تیر ۲۰, جمعه

د نایجیریا پر پوځ باندې مخ پر زیاتیدونکي ډول انتقاد کیږي، چې د بوکو حرام په نوم د تندلارې وسله والې ډلې د یاغیتوب په ځپلو کې پاتې راغلی دی. اوس حکومت د ترور پر ضد مبارزه کې د نورو لارو چارو وړاندیز کړی دی.

https://p.dw.com/p/1CaoX
انځور: Boureima Hama/AFP/Getty Images

چیبوک ته څیرمه د یوه بل کلي اوسیدونکي په غږ کې غوسه او نا امیدي څرگندیږي. چیبوک هغه ځای دی چې د اپریل میاشتې پر ۳۰ مه نیټه شاوخوا د ښوونځي ۳۰۰ نجونې د بوکو حرام په نوم د تندلارې وسله والې ډلې له لورې وتښتول شوې. په همدغه ځای کې ترهگرو د تیرې یکشنبې په ورځ کور په کور قتلونه او چور او چپاول وکړ.

دغه کس د ویرې او ډار له کبله د خپل نوم له ښوولو څخه ډډه کوي. د اسلامپالو ترهگرو د بې رحمه بریدونو سره سره دغه کس یوازې د حل یوه لار ویني او وایي: «که چیرې هغوی [حکومت] د دغو نجونو د ژغورلو له پاره خبري وکړي نو دا به بهتره وي. د پوځ کسان په دې اړه هیڅ نه شي کولای.»

په تیرو میاشتو کې د نایجیریا پوځ په منظمه توگه له انتقاد سره مخامخ دی. عیني شاهدان وایي چې د پوځ عسکر د بوکو حرام د برید پر مهال له صحنې څخه پښې سپکوي. دا هم یو پرانیستي راز دی د بوکو حرام ترهگره ډله د پوځ په لیکو کې معلوماتو ته لاس رسی لري. کله چې دغه تندلارې ترهگره ډله پر یوه کلي باندې برید وکړي، نو زیاتره وخت پوځ څو ساعته وروسته خپل غبرگون ښيي.

د ترهگرۍ د ودې ټاټوبی باید له منځه یوړل شي

د نایجیریا حکومت په موازي ډول په یوه بله ستراتیژۍ باندې کار کوي. د ترور پر وړاندې یو «نرم چلند». او هغه دا چې د لنډمهاله پوځي بریدونو پر ځای د بیارغاونې اوږدمهاله کارونه. سويي عدیلایا، چې د اقتصادي چارو کارپوه دی او د نایجیریا د شمال ختیځ له پاره د ولسمشر د یوه اقتصادي نوښت مشري کوي وايي: «موږ پر دې پوهیږو چې د وسله وال مخالفت ریښې په حقیقت کې اجتماعي اقتصادي دي.» په دې کار سره هڅه کیږي چې د هیواد په دغه برخه کې د اوږدې مودې له پاره ضعیفه اقتصادي جوړښتونه پیاوړي کړای شي.

خلک د تښتول شوو انجونو برخليک ته اندېښمن دي
خلک د تښتول شوو انجونو برخليک ته اندېښمن ديانځور: DW/A. Kriesch

د ترهرگرۍ له کبله کړکیچ ځپلی اقتصاد کابو له سقوط سره مخامخ دی. ورځ تر بلې د بې روزگاره کسانو په شمیر کې زیاتولای راځي او تر نیمايي زیات خلک لیک لوست نه شي کولای. چې دا د افراطیت او ترهگرۍ د ودې له پاره ایډیال ټاټوبی دی. عدیلایا، چې د حکومتي انستیتونو او نړیوالو بسپنه ورکوونکو هیوادو منابع سره راټولي کړي او همغږې کړي.

د اقتصادي چارو نوموړي کارپوه تر دې مخه ډیری کلونه په امریکا متحده ایالاتو کې ژوند کړی دی. نوموړي د متحده ایالاتو په میشي گن ایالت کې د موټرو د صنعت د رکود پر مهال بیرته د دغه صنعت د پښو درولو په برخه کې سلا مشورې ورکړي دي. ښایي چې دغه څه له ستراتیژیک لحاظه له ده سره د نایجیریا د بیارغاونې په برخه کې مرسته وکړي.

د «نرم چلند» د طرحي دويمه برخه

عدیلایا، د نایجیریا د شمال ختیځ له پاره د یوه ماسټر پلان په هکله غور کوي، خو انتقاد کوونکي دغه کار په اوسني وخت کې غیر واقعبینانه بولي. ځکه چې د هیواد په دغه برخه کې اوس هم اضطراري حالت دی. بله دا چې هغوی په دې هکله هم شک او تردید موجود دی چې آیا حکومت به د اړینو پیسو په چمتو کولو وتوانیږي او تر ټولو مهمه دا چې هغه به په اغیزناکه توگه ولگول شي.

په پلازمینه ابو جا کې فاطمه اکیلو د دغه پروژې په اصطلاح د «نرم چلند» طرحې پر دویمې برخې کار کوي. نوموړې روانشناسې هم ډیر وخت په متحده ایالاتو کې تیر کړې دی او اوس د نایجیریا په ملي امنیت کې د سلاکارې په توگه سربیره د ستراتيژیکو اړیکو مسوولیت هم پر غاړه لري. هغه وایي: «بوکو حرام خپل تاکتیک ته بدلون ورکړی دی او یوه گوریلایي غورځنگ ته ورته بڼه یې خپله کړې ده. که چیرې سړی نورو هیوادونو ته نظر واچوي نو پر دې پوهیږي چې دا د هیواد له پاره څومره سخت کار دی.»

د نوموړې روانشناسې هدف دا دی چې په نایجیریا کې له رواني لحاظه د پر تشدده افراطیانو پر ضد مبارزه وکړي. هغه غواړي چې د یو لړ روزنیزو پرواگرامونو په واسطه ځوانان دې ته وهڅوي چې د افراطیانو د ایډیالوژۍ ښکار نه شي.