1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بوکو حرام پرضد گډه مبارزه

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۸, یکشنبه

فرانسه او پنځه افريقايي هيوادونه غواړي چي په يوې گډي طرحي سره په نايجيريا کي د بوکو حرام ترهگري ډلي پرضد اقدام وکړي. دغي ډلي اوس هم په نايجيريا کي وژنو ته دوام ورکړی دی او تر ۲۰۰ زياتي نجوني يې تښتولي دي.

https://p.dw.com/p/1C1vf
انځور: Alain Jocard/AFP/Getty Images

د فرانسې جمهور رئيس فرانسو اولاند، د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۱۷) په پاريس کي د نايجيريا او څو نورو افريقايي هيوادونو له مشرانو سره د تروريزيم پرضد غونډه کي وويل چي د بوکو حرام ترهگره ډله د لوېديځ هيوادونو او مرکزي افريقا له پاره «ستر گواښ» ده.

اولاند د نايجيريا، کمرون، نايجر، چاد او بنين هيوادونو له مشرانو سره په غونډه کي وويل، داسي شواهد سته چي ښيي بوکو حرام ترهگره ډله له القاعدې تروريستي شبکې سره اړيکي لري.

د پاريس په دغه غونډه کي د امريکا متحده ايالاتو، بريتانيا او اروپايي ټولنو استازو هم گډون کړی وو. خو اولاند د بوکو حرام پرضد د لوېديځو هيوادونو د پوځي اقدام کولو څخه انکار وکړ.

په دغه غونډه کي گډون کوونکو «په نړيواله، سيمه ييزه، منځنۍ او اوږده موده کي» د ترهگرۍ پرضد مبارزې پر يوې طرحي باندي سره سلا سول. د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند وويل چي په دې ترځ کي به د استخباراتي سازمانونو ترمنځ د معلوماتو راکړه ورکړه پياوړې سي، د افريقايي هيوادونو د پوځونو اقدامات بايد سره همږي سي او د افريقا سرحدونه بايد سخت کنترول سي.

بوکو حرام ډله چي د نوم مانا يې «غربي زده کړي حرامي دي» د نايجيريا په شمال مسلمان مېشته سيمه کي د یوه اسلامي حکومت د رامنځ ته کولو له پاره مبارزه کوي. دغه ډله له ۲۰۰۹ کال راهيسي پر پوليسو، عسکرو او حتی کليساوو او ښوونځيو باندي يرغلونه کوي. د دغي ډلي په وسله والو يرغلونو کي يوازي په ران کال کي نزدې ۲۰۰۰ انسانان وژل سوي دي.

بوکو حرام ترهگري ډلي يوه مياشت دمخه د يو ښوونځی تر ۲۰۰ زياتي نجوني وتښتولې او اوس گواښ کوي چي يا به يې د مريانو په شان خرڅي کړي يا به يې مړونو ته ورکي. د بوکو حرام ډلي دغه کار په نايجيريا او ټوله نړۍ کي بيره رامنځ ته کړه او د دغه هيواد جمهور رئيس گودلاک جاناتان، له امريکا متحده ايالاتو، بريتانيا او فرانسې څخه په دې برخه کي مرسته وغوښته.

تښتول سوي نجوني
تښتول سوي نجونيانځور: picture alliance/abaca

دغو درو غربي هيوادونو د نايجيريا مرستي ته ور ودانگل او دغه هيواد ته يې پوځي کارپوهان، الوتکي او بې پيلوټه الوتکي ولېږلې. خو تر اوسه پوري د پلټونو عملياتو کومه نتيجه ورکړې نه ده.

امنيتي کارپوهان په دې نظر دي چي کېدای سي بوکو حرام تښتول سوي نجوني پر څو ډلو باندي وېشلي وي. د دوی په اند د دې امکان هم سته چي دغه نجوني دي کمرون هيواد ته تښتول سوي وي.

د نايجيريا جمهور رئيس جاناتان، د پاريس په غونډه کي وويل چي بوکو حرام د لوېديځي افريقا القاعده ده. هغه زياته کړه چي بې له يوه گډه اقدامه د ترهگرو څپل امکان نه لري.

په کمرون کي ترهگر يرغل

له بلي خوا د نايجيريا په شمالي گاونډي هيواد کمرون کي نامعلومه وسله والي ډلي پر يوې چينايي فابريکې باندي يرغل کړی دی. د دغي سيمي د والي په خبره په دغه يرغل کي دوه کسان وژل سوي دي او لس تنه نور وسله والو تښتولي دي.