1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بيان د آزادۍ دپاره مبارزه

۱۳۹۰ مرداد ۱۹, چهارشنبه

د طالبانو د رژیم تر رانسکوریدو وروسته، نړیواله ټولنې د نوو او آزادو رسنیو د ملاتړ لپاره پراخه توګه مالي مرستې کولي. فهیم دشتي د حامد کرزي پر حکومت د نیوکي لپاره کومه موقعه د لاسه نه ورکوي.

https://p.dw.com/p/12E4Q
انځور: DW / M. Gerner

د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر نهمه نیټه ده. د ۱۱ د سپتمبر د پیښو څخه دوه ورځي وړاندې، د افغانستان په شمال کي د تالقان ښار. فهیم دشتي د ځمکي په سر په دوو پښو ناست دي. د هغه یوې خوا ته دوه خبریالان دي، چې بیا وروسته معلومه شوه چي دوي اصلا تروریستان وو خو په بله جامه کي هلته راغلې وو.

جعلي خبریالان چی د القاعدې په دستور هلته تللي ول، د عکاسې په کمره کي ځاې پر ځاې شوي بم الوزوي. پدغه ځایی کې د راټولو شوو ناستو کسانو څخه ځیني، د احمدشاه مسعود په شمول فورا خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دشتي ژوندې پاتې کیږي، خو ټول ځان یی ډیر سخت سوځیدلي او ویښتان یی په سکرو اوښتي. هغه روغتون ته انتقالیږي. دشتي تر ۱۲ ورځو پوري پر دې باور نه کوي چې ګواکی د هغه سرمشق مشر، مسعود دي مړ وي.

« د هغې په هکله خبرې کول ګران کار دې، خو پدغه ورځ مونږه خپل هر څه د لاسه ورکړل.»

دشتي د مسعود د نوم سره د خپل وطن نوم تړي. دواړه د پنجشیر درې دي، هغه ځایی چی په ۸۰م لسیزه کیی یی د پخواني شوروي اتحاد سره د مقاومت له امله نوم مشهور شوې وو.

دشتي لا د ښوونځي زده کوونکې وو چی غوښتل یی د مسعود د جنګیالیو په ډله کي شامل شي. خو مسعود هغه بیرته کابل ته ولیږه او ورته وایی چی لمړې خپل ښوونځي سر ته ورسوه. دشتي د یو جګړه مار قد او قامت نه لري، نو پدي ترتیب د ښوونځي څخه تر فارغیدو وروسته د احمد شاه مسعود په سپارښتنه د مجاهدینو د خبریال په توګه په دنده شروع کوي.

د افغانستان د مقاومت په دوره کي (کابل ویکلي) د مسعود د ګوند د تبلیغاتو لپاره تأسیس شوه. د هغه ځایی څخه چی د طالبانو سره د جګړي پر وخت دغه اوونیزه له نشریدو پاتی شوي وه، په ۲۰۰۲م کال کې دشتي په هماغه نوم (کابل ویکلي) یوځل بیا نشروي. فیهم دشتي د دغه اونیزي مشري پر غاړه لري او د ۱۰ تنو څخه زیات کارکوونکي لري.

د طالبانو د رژیم تر رانسکوریدو وروسته، نړیواله ټولنې د نوو او آزادو رسنیو د ملاتړ لپاره پراخه توګه مالي مرستې کولي. فهیم دشتي د حامد کرزي پر حکومت د نیوکي لپاره کومه موقعه د لاسه نه ورکوي. او هغه د کرزي حکومت په غیر دموکرایتکو کړنو تورنوي.

بالاخره ۲۰۰۹ کال یا د (ټاکنو کال) رارسیږي. په میلونونو تقلبي رایی شتون لري. «کابل ویکلي» هم د ټاکنو په نتایجو کي د لاس وهنی په سر نیوکه کوي. دغه ډول دریځ نیول به له نتیجي نه پاتې کیږي:

دشتي هڅه کوي چی د ۲۰۰۱م کال د مارچ تر میاشتي خپله خپرونه ژوندي وساتي، خو پس له هغي مجبوریږي چی هغه ودروي. هغه خپل ځان په افغانستان کی د نوی آزاد اقتصادي بازار قرباني بولي. سره د دي هغه په دي عقیده دي چي په افغانستان کي د لویدیځ ماموریت د ځانه سره ځیني ښې پایلې لري.

« خلک بهرني ځواکونه د اشغالګرو په نامه نه یادوي. افغانانو د ۵۰۰۰ کالو را پدیخوا د لمړي ځل لپاره په خپله خاوره د بهرنیو ځواکونو څخه هر کلې کړې.»

فهیم دشتي د خپلي میرمن او درې اولادونو سره په مکروریانو کي ژوند کوي. د میکروریانو بلاکونه د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړ شوي او په افغانانو کي په دې هم محبوبیت لري چې اپارتمانونه یی مرکز ګرمي لري.

خو د کابل د ځیني برخو اوسیدونکي په ۹۰یمه لسیزه کي د بمباریو او د قتلونو مسؤل مسعود بولي.

د ۲۰۰۱کال د سپتمبر د یوولسمي لس کاله وروسته هم په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جګړه لا دوام لري. خو دشتي د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته د شک په سترګه ګوري:

« که چیرې مونږ مخکې له مخکې د وتلو لپاره یو مهال ویش وټاکو دا به زمونږ یوه لویه تیروتنه وي.»

دشتي خپل ماشوم په غیږ کې نیولي ، د خپل کور په کړکي یی لاس ایښي او په کنعایه انداز کي وایي، د ځواکونو مخکې له وخته وتنه به لویدیځوالو ته په لوړه بیه تمامه شي.

« مونږه افغانان څه لرو چې د لاسه یی ورکړو؟ څو ښوونځي او روغتونونه! او د څو تنو انسانانو ژوند؟! په تیرو ۳۰ کلونو کي د ۲ ملیونو څخه زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړې. خو که دا جګړه اوس په بریالی توګه پایی ته ونه رسیده، صبا به تاسو په برلین، پاریس، مادرید او امریکا کي له دغي جګړي سره مخامخ یی.»

مارتين/ ابراهيم خيل/ رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل