1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بيلين کلي د فلسطينيانو د سوليز مقاومت سمبول

۱۳۸۸ مرداد ۱۲, دوشنبه

د بيلين په کلي کي د مظاهرو سازمان ورکونکي:« له وسلو او زور زياتيو څخه نه کار اخيستل «اسراييلي اشغالګر ځواک» ته خطر ګڼل کيږي، ځکه دا بيا ښکاره کوي چي داسراييلو مطلب د امنيت ساتل نه بلکه خاوره ده.

https://p.dw.com/p/J2ob
هر جمعه د فلسطيني کلي «بيلين» اوسيدونکي د اسراييلو له خوا د جوړ شوي ديوال پر ضد مظاهري کوي
هر جمعه د فلسطيني کلي «بيلين» اوسيدونکي د اسراييلو له خوا د جوړ شوي ديوال پر ضد مظاهري کويانځور: AP

هر جمعه د فلسطيني کلي «بيلين» اوسيدونکي د اسراييلو او د نړيوالو فعالينو په مرسته د اسراييلو له خوا د جوړ شوي ديوال پر ضد مظاهري کوي. د دغه کلي نوم د فلسطينيانو د سوليز مقاومت سمبول ګرځيدلي دي. دغه ديوال د بيلين د کلي اوسيدونکي د خپلو د کرهني له ځمکو څخه جلا کوي. ‌ اسراييلي پوځ دغو مظاهرو ته د اوښکي بهيونکي ګاز په واسطه ځواب ورکوي.

یو انځوریز رپوټ:

« داسراييلي عسکرو ډزي په هوا کي په فشارسره تيريږي . دا توري ګولۍ دي چي له اوښکو بهيونکي ګاز څخه ډکي کړاي شويدي . او يو ډير تور اورلن لوګي د بيلين د کلي مظاهره کونکي اودهغو پلويان ديته اړ کوي چي له سرحدي سيمي څخه لري شي. د سولي يو پلوي ، Tom، چي امريکا متحده ايالاتو له سان فرانسسکو څخه دي دا پنځم ځل دي چي په اعتراضونو کي يي برخه اخيستي ده. دي وايي:

«زه پدي باندي فکرنکوم چي دلته د ګټلو مسأله وي . بلکه خبره پدي کي ده چي سړي خپل ملاتړ وښيي .د اسراييلو يوي قضا دا ديوال چي د فلسطينيانو دسيمي په منځ کي تير شويدي غير قانوني بللي دي . خو سره له هغه هم پوځ د دی ديوال دغځولو لوري ته بدلون نه ورکوي.»

اسراييل وايي چي دا ديوال دګوذارونو په وړاندي د دوي وګړي ساتي . د فلسطيني کلي بيلين اوسيدونکي فکر کوي چي دا ديوال يواځي د دي لپاره جوړ شوي چي، د دوي ځمکه ونيسي . د دوي ډيري د دي سرحدي ديوال له جوړيدو راهيسي نور خپلو کروندو ته لاس رسي نه لري او له پنځو کالو را پديخوا هره جمعه په مظاهرو لاس پوري کوي .

فلسطيني ماشومان د اسراييلو بر ضد مظاهري کوي
فلسطيني ماشومان د اسراييلو بر ضد مظاهري کويانځور: AP

بيلين د رام ا لله په لويديځ کي پروت دي. څوک چي د لمړي ځل لپاره په دي مظاهرو ګدون کول غواړي ، کولاي شي چي د عبدا لله ابو رحمه کور ته ورشي، کوم سړي چي د دي مظاهرو د جوړونکو له جملي څخه دي . هغه لارښونه کوي چي سړي څرنګه کولاي شي په دي احتجاجونو کي ګډون وکړي. نن د امريکا د نيو جرسي اوسيدونکي جان، وا يي چي دي څرنګه د اسراييلي عسکرو د اوښکي بهيونکي ګاز له اغيزو څخه ځان ساتي .

د بلين کلي د مرستندويو ټولنو د آلماني، هسپانوي ، امريکايي او داسي نورو هيوادونو د کارکونکو د راغونډيو په ټاټوبي بدل شوي. د نورو کسانو لپاره دلته راتګ ډير سخت دي. Elhanan يو اسراييلي دي. دی داسراييلو د شمالي سيمو څخه دلته راغلي . الهانان وايي:

«ما په ځينو جګړو کي خدمت کړيدي په 6 ورځنۍ جګړه کي،او ديم کيپور په جګړه کي هم وم. خو داسي وخت رارسيږي چي سړي بايد د سولي لپاره مبارزه وکړي.»

د مظاهره کونکو بهيرنوموړي بيلونکي ديوال ته رسيدلي دي . هلته دوه جګ ديوالونه له يو بل سره موازي شويدي، چي اغزي لرونکي مزي پري تير شويدي .په منځ کي يي دښګو يوه تړانګه ده . اسراييلي عسکر په لومړي سر کي په دري څلورو تنو ځوانانو باندي د اوښکي بهيونکي ګازي ګوليو سره ډزي کوي، چي په څنډه کي ولاړدي او تيږي واروي . څو شيبي وروسته ټول مظاهره کونکي په يو سوځونکي دود کي ډوبيږي.

د مظاهره کونکو په منځ کي يوه فرانسوي ميرمنه هم ليدله کيږي چي وايي ولي په دغه احتجاج کي يي ګډون کړي دي: «فلسطينيان بايد ځانونه يوازي احساس نکړي. د اوښکي بهيونکي ګاز يو بله حمله د مظاهره کونکو احتجاج دا څپه پاي ته رسوي. البته هغه هره جمعه تکراريږي خو وضعه ورو ورو خطرناکه کيږي. د اپريل په مياشت کي يو فلسطيني پدي مظاهرو کي مړ شو . ځکه چي اسرا ييلي عسکرو يواځي له اوښکو بهيونکي ګاز او بدبويه بمونو څخه کار نه اخيسته، بلکه ربړي ګولۍ يي هم وارولي .عبدا لله ابو رحمه وايي چي له يوڅو اونيو راهيسي عسکر د شپي لخوا هم کلي ته را ځي دي زياتوي :

تيره مياشت اسراييليانو 17 ځوانان چي ټول يي زمونږ د اونيزيو مظاهرو فعالين وو ونيول، نو مونږ له بهرنيانو او اسراييليو څخه غوښتنه کوو چي د شپي هم دلته راشي ترڅو چي دا نيول کيدل پاي ته ورسيږي .

اسراييلي امنيتي ځواکونه په مظاهره کونکو باندي تور لګوي او وايي:« دوي زورزياتيو ته چمتو دي، د دي لپاره د شپي په عملياتو لاس پوري کوو.»

خو د بيلين په کلي کي د مظاهرو سازمان ورکونکي، لکه ابو رحمه په دي نظر دي، چي له وسلو او زور زياتي څخه د دوي له خوا نه کار اخيستل «اسراييلي اشغالګر ځواک» ته خطر ګڼل کيږي، ځکه دا بيا ښکاره کوي چي داسراييلو مطلب د امنيت ساتل نه بلکه خاوره ده.

تورستن تایښمن/رحيله اميری

کتونکی: عبدالباري حکيم