1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ''بي بي سي'' مشر له خپلې دندې استعفی کړې

۱۳۹۱ آبان ۲۱, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16gni

د بي بي سي، عمومي مشر جارج اینتوسل له خپلې دندې استعفی کړې ده. هغه پر دغه څوکې کابو دوه میاشتې کار وکړ. د هغې د استعفی لامل د «نیوزنایټ» په نوم د یوې څیړنیزي خپرونې په ترڅ کې د هغه راپور نشرول دي چې د محافظه کارانو د گوند د مالیې پخوانی وزیر میک الپاین په کې په غلطې سره له ماشومانو څخه د ناوړه استفادې په تور تورن شوی وو.

اینتوسل د خپلې استعفې په اړه ویلي دي چې د عمومي مشر په توگه د بي بي سي د ټولو راپورونو د محتوی مسئولیت پر غاړه لري. BBC پر دې سربیره د دغې ادارې د یوه پخواني کارمند جیمي ساویل له لوري چې د جنسي تورونو په تورن دی له نیوکو سره مخامخ ده. جیمي ساویل چې اوس مړ دی د "Top of the Pops" د یوې خپرونې چلوونکی وو او له ماشومانو څخه د جنسې استفادې په سلونو تورونه پرې پورې شوي دي. د نیوز نایټ په نوم په خپرونه کې په دې اړه یو راپور هم نشر ته نه وو سپارل شوی.