1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بي پیلوټه الوتکو عملیات څه رنګه تر سره کیږي

۱۳۹۰ خرداد ۲۸, شنبه

په وروستيو کی د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سيمو کي د متحده ایالاتو د بي پیلوټه الوتکو عملیات ډیر شوی دی. د دغو عملیاتو په ترڅ کی د جون د میاشتی را په دی خوا 66 شکمن اورپکي وژل شوي دي

https://p.dw.com/p/11ejf
د بی پیلوټه الوتکو په عملیاتو کی تر اوسه 1979 تنه وژل شوي دي
د بی پیلوټه الوتکو په عملیاتو کی تر اوسه 1979 تنه وژل شوي ديانځور: picture alliance/dpa

د امریکایي بي پیلوټو الوتکو د عملیاتو په اړه لاندینۍ پوښتني او ځوابونه مطرح کیږی.

بی پیلوټه الوتکي څه دي او عملیات یي څه رنګه تر سره کیږي؟

د بي پیلوټه الوتکو عملیات د امریکایی استخباراتی سازمان CIA تر پوښښ لاندی تر سره کیږي چي د پاکستان په څیر هیوادونو کی د یاغیانو اډی په نښه کوی.

بی پیلوټه الوتکي د استخباراتی او کشفي معلوماتو پر اساس اداره کیږی او د توغندیو د توغولو توان لري.

د بي پیلوټه الوتکو « پیلوټان» د امریکا د متحده ایالاتو د ویرجینا د ښار څخه د ریموټ کنټرولونه پواسطه دغه الوتکي اداره کوي.

د بی پیلوټه الوتکو د کارولو کړنلاره څومره کامیابه ده؟

امریکا متحده ایالات په پاکستان کي د بي پيلوټه الوټکو کارول د ياغيانو د له منځه وړلو يوه ښه وسيله بلي. امریکایي چارواکي په دي اند دي چي د پاکستان په شمال لویدیځي څنډي کی د انسانانو لپاره د استخباراتی عملياتو ترسره کول ډير ستونزمن او خطرناکه کار دي.

د بی پیلوټه الوتکو د کامیابو عملیاتو له ډلی څخه یو يي هم په 2009 کال کی د پاکستاني طالبانو د مشر، بیت الله محسود، د وژل عمليات دي.

د يو امریکايي سازمان له خوا خپري شوي احصایي د بی پیلوټه الوتکو د کامیابیو په اړه نوی بحث راولاړ کړي دی.

د دغی احصایي له مخی د 2004 څخه تر2011 کال پوري د بی پیلوټه الوتکو په بمباریو کي شاوخوا 1979 تنه وژل شوي چی یوازی 35 تنه يي د ياغيانو مهم غړي دي.


په وروستیو کی ولی د بي پیلوټه الوتکو عملیات ډیر شوي دي؟

د امریکا متحده ایالاتو له خوا د څپرو شویو ارقامو له مخي يوازی په روان کال کی د بي پیلوټه الوتکو 40 بریدونه تر سره شوی دی.

په همدی حال کی دغه ارقام ښیی جی په 2010 کال کی 118 بریدونه او په 2009 کال کی 53 بریدونه تر سره شوی ول.

په روان کال کي د امریکايي بي پیلوټه الوتکو ډیري عملیات په شمالي جنوبی وزیرستان کي تر سره شوی دي. دا ځکه چي له دغي سيمو څخه ياغيان افغانستان ته اوړي او پر امریکایی سرتیرو بریدونه تر سره کوي.

ولي پاکستاني مشران په خپل هیواد کي د بی پیلوټه الوتکو عملیات تحمولوي؟

ډیرځلی پاکستانی چارواکی د بي پیلوټه الوتکو د عملیاتو پر سر شور شرابه کوي. دوي دغه شان عمليات د پاکستان پر خاوری تيری بلي.

دا په داسي حال کي ده چي څیړونکي په دي آند دي چي د بي پیلوټه الوتکو هغه کامیاب بریدونه چی لوړپوړی طالب مشران پکی وژل شوي، د پاکستان د استخباراتي شبکي له مرستی برته ناشونی دي.

اژانسونه/ سیدریاض
کتونکی: مسعود جهش