1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بګرام زندان افغاني چارواکو ته سپارل کيږي

۱۳۸۸ دی ۲۵, جمعه

وروسته له هغه، چې په کابل کي د بګرام د زندان واک افغانانو ته وسپارل سي، د هغه بنديان به د دې حق ولري، چي په خپلو قضيو دعوا وکړي...

https://p.dw.com/p/LXD4
د بګرام په امريکايي زندان کي افغان بنديان
د بګرام په امريکايي زندان کي افغان بنديانانځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

د افغانستان د دفاع وزارت يوه وياند د تيرې دوشنبې په ورځ وويل، بنديانو ته به اجازه ورکړل شی چې د افغانی محکمو په وړاندې د خپل حبس په اړه دعوا وکړی. افغان دولت له ايتلافي ځواکونو سره دې جوړې ته ورسېد چې د بګرام د زندان چارې ټولې د افغانانوته وسپاری. د دفاعی چارو د وزارت وياند د دې لپاره کومه نيټه ياده نه کړه.

ويل کيږی چې لومړی به د افغانستان اردو د زندان د کنترول چارې په غاړه واخلی. تر څو دوی دې ته تيار شی چې عدليه ادارې د دوی د قضايي څيړنو مسؤليت په غاړه واخلی. د بګرام زندان د امريکې د متحدو ايالتونو د ځواکونو په اډه کې کابل ته نژدې پروت دی او په تيرو وختونو کې تل د بشری حقونو د فعالينو لخوا تر سختو نيوکو لاندی راغلی. د بګرام زندان، له بنديانو سره د چلند له پلوه اکثراً په کيوبا کې د ګوانتانامو له امريکايي زندان سره پرتله شوی. په بګرام کې په 750 تنو بنديانو باندې د دښمنو جنګياليو تور دی. له دې ډلې څخه 30 تنه افغانان نه دی. دوی تر اوسه د دې حق نه لری چې پوځی مدافع وکيل ولری او نه هم د دې حق لری چې په دوی لګول شويو تورونو باندې وپوهيږی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون، افغان چارواکو ته د بګرام د زندان د سپارلو د پرېکړې هرکلی کوی، خو لويه اندېښنه د بنديانو د دوسيو د ځنډولو په برخه کې ويني. دغه کمېسيون وايي د قانون له مخې دا د افغانستان حق دی چې په خپله خاوره کې د بنديانو چارې په خپله غاړه واخلي.

ددغه کمېسيون چارواکي وايي که څه هم په افغانستان کې د زندانونو په وضعيت کې تر پخوا څه ناڅه مثبت بدلون راغلی خو اندېښنه يې داده چې هم د امريکايانو تر کنټرول لاندې د بګرام په زندان کې او هم د افغان دولت تر کنټرول لاندې زندانونو کې اساسي او نړيوال بشري معيارونه له پامه غورځول کېږي.

د کابل په شمال کې د بګرام زندان چې سلګونه افغانان پکې بنديان دي ، له 2001 کال راهيسې د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی .

پردغه زندان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون او نورې څارونکې ټولنې څار، نه لري چې د ډېرو په ګمان دا د نړيوالو اصولو او قوانينو خلاف کار دی.

داسې ډېرې نيوکې هم کېږي چې پدغه زندان کې ګواکي له بنديانو سره سم چلند نه کېږي. په 2002 کال کې دوه تنه بنديان د ګرويږنو په وخت تر وژنې وټکول شول.

په بګرام کې هغه کسان بنديان شوی چې له طالبانو سره په وسله والو جګړو کې نيول شوی دی. امريکايي ځواکونه وايي د بګرام زندان په داسې يوه هېواد کې دی چې د ترهګرو پر وړاندې جګړه پکې روانه ده او په وينايې په افغانستان کې ددغه زندان ساتنه د پوځي عملياتو يوه برخه ده.

AFP/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل