1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بګرام زندان نن او پرون

میرویس جلالزی۱۳۹۲ فروردین ۴, یکشنبه

د بګرام لانجمن زندان یوازې څه باندې لس کاله مخکې جوړ شو. تر هغه وخت پخوا دغه ځای د هوایي ډګر په توګه کاریده. د دغه زندان له کبله د کابل او امریکا اړیکې یو څه خړې شوې دي.

https://p.dw.com/p/183Qz
A US captain is silhouetted as he looks on during a media tour of Bagram prison, north of Kabul, on November 15, 2009. A human rights group is calling on the United States to develop a new detention policy with Kabul for a US military prison in Afghanistan dubbed the "Afghan Guantanamo." The detention center located at Bagram Air Base north of Kabul holds some 600 detainees captured by US forces in Afghanistan. AFP PHOTO/Massoud HOSSAINI (Photo credit should read MASSOUD HOSSAINI/AFP/Getty Images)
Afghanistan Bagram Gefängnisانځور: Getty Images

دغه زندان د کابل شمال پلو ته د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې پروت دی. پر افغانستان باندی د پخوانی شوروي د یرغل پر مهال په همدې ولسوالۍ کې یو لوی هوايي ډگر جوړ شو او له مسکو څخه رارسیدونکې او دې ښار ته تلونکو الوتکو به له همدې هوایي ډگر څخه پروازونه کول.

هغه وخت په دې هوایي ډگر کې کوم زندان موجود نه وو او یوازي د هوايي قواوو صاحب منصبانو ته په کې د استوګنې څو بلاکونه په پام کې نیول شوي ول.

په ۱۳۷۵ او ۱۳۷۶ کلونو کې د شمالي ټلوالې او طالبانو تر منځ د نښتو په پایله کې د بګرام هوايي ډگر ته سخت زیان واوښت. هغه وخت دغه سیمه تر ډیرې مودې پورې د ښکیلو غاړو د جګړې لومړۍ کرښه وه.

کله چې د طالبانو واکمنۍ ړنګه شوه ایتلافي ځواکونو د بګرام هوايي ډگړ په خپله ولکه کې راوست او دغه سیمه يې د خپلو الوتکو د ناستي پاستي له پاره د یوه لوی مرکز په توگه وټاکله.

ایتلافي ځواکونو د بگرام په هوايي ډگر کې د ملیونونو ډالرو په ارزښت پوځي تاسیسات ورغول او دغه ځای یې په بشپړه توګه له ملکي تسلت څخه بهر کړ. په دې ترڅ کې ایتلافي ځواکونو په دې ځای کې د جگړې پر مهال د نیول شویو بندیانو د ساتلو له پاره ۱۱ بلاکونه جوړ کړ او په دې ترتیب سره یې د بگرام زندان بسټ کیښود.

په تیرو لسو کلونو کې د بگرام په زندان کې شاوخوا ۳۱۰۰ کسان ساتل کیدل. د دغو بندیانو په ډله کې له کورنیو جنګیالو نیولي بیا د بهرنیو هیوادونو تر اتباعو لکه پاکستانیانو، عربو او لیبیایي وګړو پوري شامل دي.

د بگرام زندان په تیرو څو کلونو کې څو وارې د کابل او واشنگټن تر منځ د جنجالونو لامل شوی دی. افغان حکومت د دغه زندان له شتون سره که څه هم په لومړیو کلونو کې مخالفت نه درلود خو په وروستیو کلونو کې یې د دغه زندان شتون خپل ملي حاکمیت ته لوی گواښ وباله او له امریکايي ځواکونو څخه یې وغوښتل چې د هغه مسوولیت په خپله افغانانو ته وسپاري.

په لومړي سر کې په ۲۰۱۲ کال د لومړي ځل له پاره افغانانو ته د دغه زندان د ځینو برخو د مسوولیت سپارلو لړی پیل شوه. له هغه وخت راهیسې افغانان توانیدلي چې د نهو بلانکونو کنترول په خپل لاس کې واخلي او شاوخوا ۱۲۰۰ بندیان چې د هغوی په اند بیگناه ول، آزاد کړي.

خو اصلي شخړه د دوو بلاکونو پر سر وه چې په کې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې بندیان ساتل کیږي. د دغو بندیانو ډیر شمیر پاکستاني وګړي دي. واشنگټن دغه کسان د خپل امنیت له پاره خطرناکه بولي او له همدې کبله ټینگار کوي چې هغوی باید د امریکایي چارواکو له موافقې پرته آزاد نه شي.

افغان ولسمشر تر دې مخکې په یوه وینا کې ویلي وو چې په بګرام زندان کې ډیر شمیر بیگناه کسان ساتل کیږي: «کله چې د بګرام زندان انتقال تر سره شي په دغه زندانونو کي موږ پوهیږو چې ډیر بي گناه کسان بندیان دي. زه به له جنایت کارانو پرته د نورو ټولو د خلاصون حکم ورکړم خو هغه کسان به بندیان وي چې چاودني یې کړي وي، خلک یې وژلي وي او داسي نور جرمونه يي تر سره کړي وي.»

د بشري حقونو مدافع سازمانونو په وار وار په بګرام زندان کې له بندیانو سره د ناوړه چلند له کبله خپله اندیښنه څرگنده کړې ده. په ځینو مواردو کې خو آن په دې زندان کې د یو شمیر بندیانو د مړینې خبرونه هم ورکړل شوي دي.

د دغه زندان د سپارلو پر سر تیر کال په کابل کې د سپتمبر په میاشت کې د کابل او واشنګټن تر منځ هوکړه وشوه. خو بیا وروسته امریکايانو په بشپړه توګه افغانانو ته د دغه زندان له سپارلو څخه ډډه وکړه. امریکايانو ادعا کوله چې د افغان
حکومت له خوا آزاد شوي یو شمیر زندانیان بیرته له طالبانو سره یوځای کیږي او پر افغان او بهرنیو ځواکونو باندې بریدونه کوي.

اوس پریکړه شوې ده چې د دوشنبې په ورځ به د بګرام زندان به بشپړه توګه افغانانو ته وسپارل شي. کتونکي د بګرام زندان بشپړ افغانی کیدل د کابل او واشنګټن تر منځ د ستراتیژیک سند پر سر یوې هوکړې ته د رسیدو له پاره یو مهم پرمختګ بولي.