1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بګرام له زندانه ۲۵۰ بندیان آزاد شوي دي

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۱ دی ۱۵, جمعه

افغان چارواکي وایي چې د بګرام له زندان څخه یې شاوخوا ۲۵۰ تنه بندیان آزاد کړي دي. دغه کسان د امریکایي ځواکونو له خوا د یاغیانو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي ول.

https://p.dw.com/p/17E4i
انځور: DW/Qadir Wafa

افغان حکومت غواړي د بنديانو په آزادولو سره، په افغانستان کې د سولې د بهیر له پاره لاره اواره کړي او د افغانستان یوولس کلني جګړې ته د پای ټکی کښېږدي.

د افغانستان د دفاع وزارت یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې هغوی د جمعې په ورځ له بګرام زندان څخه څه نا څه ۸۰ تنه بندیان آزاد کړي دي. تر دې مخکې هم نزدې یو نیم سل کسان له همدې زندان څخه آزاد شوي ول. په پلان کې ده چې په روانه اوونۍ کې به له بګرام زندان څخه ۴۰۰ تنه بندیان آزاد شي.

تر دې مخکې امریکايي ځواکونو د بګرام زندان مسئولیت پر غاړه لاره. خو تر هغه وروسته چې یو شمیر امریکایي ځواکونو په دې زندان کې قرآن شریف ته اور ورته کړ، ولسمشر کرزي له واشنګټن څخه وغوښتل چې دغه زندان افغانانو ته وسپاري.

تر ډیرو خبرو اترو وروسته امریکايي ځواکونو د تیر کال په مارچ میاشت کې د بګرام زندان د نزدې۳۰۰۰ بندیانو مسئولیت افغانانو ته وسپاره. که څه هم په لومړي سر کې امریکا ویلي ول، چې د بګرام ټول زندانیان به افغانانو ته سپاري، خو ویل کیږي چې هغوی اوس هم له ځانه سره یو شمیر کسان ساتي.

افغان چارواکي وایي چې هغوی پوره باور لري چې آزاد شوي زندانیان به له افغان حکومت سره مرسته وکړي او د سولې د خبرو اترو له پاره به لاره اواره کړي. افغان حکومت له تیرو څو کلونو راهیسې هڅه کوي چې له طالبانو سره سوله وکړي، خو له دې کبله چې دغه ډله یوه ښکاره پته نه لري، د افغان حکومت تلاښونو تر اوسه پوري کومه نتيجه نه ده ورکړې.

د عدالت غوښتنه

د تیرې یکشنبې په ورځ له بگرام زندان څخه د هلمند ولايت ۳۶ تنه اوسېدونکي آزاد شول او ادعا يې کوله چي له دوی سره په بند کي ډېر ناوړه چلند کېده.

د هلمند ولایت د سولې شورا د هغو کسانو ضمانت کړی وو، چې د سولې د بهیر له پاره لاره اواره کړي. دغو کسانو ادعا کوله چې په ناحقه نیول شوي ول او په زندان کې ورسره ناوړه چلند شوی دی.