1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بگرام زندان باید افغانانو ته وسپارل شي»

۱۳۹۱ شهریور ۱۹, یکشنبه

د افغان ولسمشر دفتر د شنبې په ورځ په یوه بیانیه کې د ولسمشر حامد کرزي په حواله لیکلي دي چې افغانانو ته د بگرام زندان د مسئولیتونو په لیږدولو کې ځنډ، ښايي د افغانستان د «ملې حاکمیت د تر پښو لاندې کولو» په معنی وي.

https://p.dw.com/p/165b9
انځور: AP

په بیانیه کې راغلي دي چې ولسمشر کرزي په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان الین او په کابل کې د متحده ایالاتو سفیر ته ویلي دي: «د بگرام زندان باید د دوشنبې په ورځ افغان ځواکونو ته وسپارل شي.»

په یوې بلې بیانیه کې چې په وروستیو ورځو کې خپره شوې وه د ولسمشر کرزي په حواله راغلي وو چې افغان ځواکونه به د سپتمبر په لسمه نیټه د بگرام زندان مسئولیت په خپل لاس کې واخلي. ولسمشر کرزي ویلي وو: «په پلان کې ده چې دغه زندان افغان حکومت ته وسپارل شي. د دې زندان په مسئولیتونو کې هر ډول ځنډ د افغانستان د ملي حاکمیت د تر پښو لاندې کول بلل کیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې غربي رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي دي چې امریکا نه غواړي د بگرام زندان مسئولیت افغانانو وسپاري. د ناټو یوه ویاند جیمې گبریل، ویلي دي: «شاوخوا ۹۹ سلنه زندانیان اوس د افغانانو تر ساتنې لاندې دي. خو موږ افغانانو ته د زندانیانو د مسئولیت د سپارلو لړی درولې ده. دا لړۍ به تر هغه وخت پورې دریدلې وي چې زموږ اندېښنو ته چې د افغانانو له خوا د زندان د مسئولیتونو د لیږد د تړون مادو ته د رسیده گي په اړه دي، له منځه ولاړې شي.»

رپوټ: د بګرام د زندان راتلونکې لا نامعلومه ده

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په یوه رپوټ کې راغلي وو چې که څه هم امریکا له افغانستان سره یو تړون لري چې له مخې ئې باید د بګرام زندان مسئولیت افغانانو ته وسپارل شي خو ښايي دغه هیواد غواړي لږ تر لږه د دې زندان د یوې برخې کنترول له ځان سره وساتي.

افغانستان او متحده ایالاتو د مارچ په میاشت کې یوه موافقه لاسلیک کړه چې د هغې له مخې باید د بګرام د زندان اداره او کنترول په بشپړه توګه افغانانو ته وسپارل شي. د پلان له مخې باید دغه کار د دوشنبې په ورځ تر سره شي.

خو د «Open Society Foundation» یا د پرانیستې ټولنې بیناد په خپل رپوټ کې ویلي وو ‎چې افغانانو ته د بگرام د زندان د مسئولیت سپارلو شپږ میاشتینۍ موده لنډه ده. دې بنیاد نیوکه کړې وه چې په دی موده کې ډیری نیمګړتیاوې تر سترگو شوي دي. د پرانیستې ټولنې د بنیاد په حواله په بگرام زندان کې د هغو اچول شوو بندیانو برخه لیک لا تر اوسه پورې معلوم نه دئ چې له یوه دریم هیواد څخه دي. بنیاد زیاته کړې ده چې پر دې سربیره د نوو بندیانو برخه لیک هم معلوم نه دئ چې له هغو سره به څه کیږي، چاته به سپارل کیږي او د هغوی له بشري حقونو څخه به څوک ساتنه کوي.

د دې بنیاد په رپوټ کې راغلي دي: «داسې ښکاري چې امریکا متحده ایالات غواړي په افغانستان کې د سپتمبر له میاشتې وروسته هم د زندان صلاحیتونه له ځان سره وساتي. ټول هغه افغان چارواکي چې د دې رپوټ د جوړلولو له پاره ورسره مرکه شوې ده د دې پریکړې مخالفت کوي.»

د بګرام په زندان کې چې د افغانستان د «ګوانتانامو» په نامه هم یادیږي، د افغانستان د تیرې لس کلنې جګړې په ترڅ کې نیول شوي یاغیان ساتل کیږي. په هغو کې نه یوازې افغانان بلکه بهرنیان هم شامل دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم