1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بگرام زندان مسئوليت افغانانو ته وسپارل سو

۱۳۹۱ شهریور ۲۰, دوشنبه

په افغانستان کي میشتو امریکايي ځواکونو د بگرام زندان امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته سپارلي دي.

https://p.dw.com/p/16653
انځور: Getty Images

دغه کار د دواړو اړخونو تر منځ د روان کال په مارچ میاشت کي د یوې موافقې له مخي شوی دئ.

دغه کار په داسي حال کي تر سره کیږي چي تر دې دمخه د متحده ایالاتو د دې پریکړي په اړه پوښتني راولاړي شوي وې.

د افغان پوځي پولیسو قوماندان صفی الله صفي، په دې اړه جوړي سوي غونډي ته وویل: «نن ۱۳۸۲ افغان زندانیان پولیسو ته تسلیم شول.»

په همدې حال کي د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر عنایت الله نظري، وویل: «زه خوښ یم چي نن موږ د یوې ډیرې شانداري غونډي شاهدان یو چي په ترڅ کي ئې د افغان زندانیانو مسئولیت پخپله افغانانو ته سپارل کیږي.»

ویل کیږي چي دغه کار تر ډیره ځايه پوري تشریفاتي بڼه لرله، ځکه چې لا وختي ډیری زندانیان د افغانانو تر ساتني لاندي ول.

خو اوس هم باید د پاته۷۰۰ زندانیانو د برخه لیک په اړه پریکړه وشي. متحده ایالاتو افغان ځواکونو ته د ۵۰ بهرنیو زندانیانو مسئولیت افغانانو ته نه دئ سپارلی.

د دغو زندانیانو ډیری برخه پاکستانیان دي. امریکایي چارواکي وایي، چي دغه زندانیان د مارچ د میاشتي تر تړون لاندي نه راځي. اوس نو د بگرام زندان نوم د پروان زندان په نامه شو.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل