د بگرام زندان څخه افغان الاصله المانی خوشي سو
۱۳۸۹ بهمن ۱۰, یکشنبهد المان د بهرنيو چارو وزارت دغه خبر تايد کړی چي دغه کس الماني چارواکو ته سپارل سوی دی. د بهرنيو چارو د وزارت لخوا رسنيو ته ويل سوي، چي حديد نومي دغه ځوان د تر هغه وروسته خوشي سوی چي د المان د بهرنيو چارو وزير د امريکا د بهرنيو چارو د وزيري سره تليفوني خبري وکړې.
د يوې المانۍ ورځپاڼې ډېر شپيگل په وينا د کلنټن د مداخلې وروسته د حديد آزادېدنه ممکنه سوه.
د المان د بهرنيو چارو وزير گيډو وېستروېله، رسنيو ته وويل چي، دی پدې ډېرخوشاله دی چي دغه ستونزه هواره سوه او پدې لړ کي وېستروېله د هېلري کلنټن څخه د هغې د کومک په هکله هم مننه وکړه.
د المان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چي که حديد نومي دغه ځوان وغواړي نو په کابل کي به د المان سفارت ورسره کومک وکړي چي هغه ژر تر ژره المان ته راستون سي.
المانۍ ورځپاڼې ډېر شپيگل ليکلي دي چي، دغه 23 کلن ځوان د المان په فرانکفورټ ښار کي اوسيږي او امريکايانو هغه د جنورۍ پر اتمه نېټه په کابل کي د خپل پلار د کور څخه د ترهگرۍ په شک و بگرام ته بېولی ؤ.
خو د حديد خپلوان وايي چي هغه و کابل ته د خپل پلار د ليدلو لپاره تللی ؤ څوک چي په کابل کي تجارت کوي.
ډېر شپيگل زياته کړېده چي، د افغان الاصله الماني ځوان په هکله د جرمني پوليسو ته يو کال ترمخه شکونه ورپيدا سوي وه.
الماني پوليسو دا بېره درلودله چي دغه ځوان ښايي له دې خاطره افغانستان ته تلل غواړي چي هلته د جهاد روزنه تر لاسه کړي.
د المان د فرانکفورټ د ښار پوليسو د 2009م مېلادي په اکتوبر کي ددغه ځوان څارنه پېل کړه. خو کله چي د ځوان په هکله شکونه کره نه سول نو د 2010م مېلادي کال په جولای کي د هغه په وړاندي د پوليسو دوسيه بېرته وتړله سوه.
پداسي حال کي چي الماني امنيتي ادارې د متحده ايالتونو د امنيتي ادارو سره خپل معلومات شريکوي نو ښايي له همدې وجي امريکايانو دغه ځوان په کابل کي نيولی ؤ.
خو اوس داسي بريښي چي د ځوان قضيه د هغه په خوشي کېدو حل سوېده.
آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل