1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بېنظير بوټو په ترور تورن کسان محاکمه کيږي

۱۳۸۹ آبان ۲۵, سه‌شنبه

د پاکستان د قضايي سيستم يو غړی زولفقار چودري وايي چي پر دغو پنځو تنو د لګېدلو تورونو ليست نن سهار د راول پنډي په محکمه کي برابر سوی دی.

https://p.dw.com/p/QAYw
انځور: Shah Abdul Sabooh

د هغه په خبره چي قضيه به د رواني مياشتي پر 23 تعقيب سي او محکمه به د راولپنډي په زندان کي ترسره سي.

تورن کسان د بوټو تر ترور څو اونۍ وروسته د راول پنډي په ښار کي ونول سول. د زلفقار چودري په خبره، د بوټو په ترور کي په لوړه کچه پنځه تنه نورهم ښکيل ول چي درې کسان يي ووژل سوي دي. د وژل سوو کسان په ډله کي د القاعدې او پاکستاني طالبانو مشر بيت الله مسعود هم شامل وه.

خو بيت الله مسعود د بوټو د ترور خبره هغه مهال په څو واري رد کړې ول. مسعود د ۲۰۰۹ کال د اګست په مياشت کي د پاکستان پر قبايلي سيمو باندي د امریکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو په يو بريد کي ووژل سو.

زلفقار د هغو کسانو چي په راتلونکې اونۍ کي د بوټو د ترور په تور محاکمه کيږي نومونه، اهتزاز شاه، حسين ګل، عبدالرشيد، شير زمان او رفاقت حسين ياد کړي دي.

هغه وايي چي دغه کسان په دې تورن دي چي انتحاري حمله کونکي يې د کلي څخه ښار ته راوستي او په خپل کور کي يې ساتلي دي.د هغه په خبره دغو کسانو د ځانمرګو بريد کونکو څخه پالنه کوله او انتحارکونکو ته يې د چاوديدونکو موادو واسکټونه آ‎ماده کړي ول.

تورن کسان پاکستاني پوليسو په ديره اسماعيل خان او راول پنډي ښار کي نيولي دي. د نيول سوو کسانو له ډلي څخه حسين ګل او رفاقت حسين په 2008 کال کي د بېنظير بوټو په ترور کي په لاس لرلو اقرار وکړی و.

دوی وويل چي دغه کار يي د پاکستان د اوردو څخه د انتقام د اخستو په خاطر ترسره کړي وه. د پا کستان اوردو په 2007 کال کي په اسلام آباد کي پر سره مسجد بريد وکړ چي په ترڅ کي يي د 100 څخه ډير کسان ووژل سول.

د ملګرو ملتونو هغه درې کسيزه ډله چي د بوټو د قتل په اړه يي تحقيق کاوه په خپل راپورت کي ويلي دي چي د بوټو د قتل په اړه د تحقيقاتو په لړ کي ناکامي، د پاکستانی پوليسو لخوا يو قصدي کار و.

د ملګروملتونو په راپور کي دغه راز زياته سوې چي د پاکستان نظامي حکومت د بوټو څخه په محافظت کي پاته راغلی و. دې درې کسيزي ډلي دا هم ويلي دي چي د دوی د تحقيق لړۍ څو واره د ځينو استخباراتي سازمانونو او پاکستاني چاراوکو لخوا له خڼډونو سره مخ سو وه.

بېنظير بوټو دوه ځلي د پاکستان صدراعظمه پاته سوې وه. د بوټو تر ترور وروسته، د دې خاوند، اسف علي زرداري، د پاکستان د پيپلس ګوند مشري په غاړه واخيسته او په 2008 کال کي يې په دغه هيواد کي قدرت تر لاسه کړی.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل