1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د بې پیلوټه الوتکو په اړه بحثونه

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۹, یکشنبه

د ریموت کنترول په واسطه کنترولیدونکی د وسلو سیستم په عصري جګړه کې کابو د اړین اړخ د خپلولو په حال کې دی. خو د هغې استعمال یو شمیر اخلاقي پوښتنې راولاړې کړي دي چې آلمان اوس د هغې په ځوابولو پیل کړی دی.

https://p.dw.com/p/18aat
انځور: picture-alliance/dpa

په اصطلاح د بې پیلوټه الوتکو د څارنې او جګړې په ډګر کې د فعالې ونډې مخ پر زیاتیدونکي استعمال یو شمیر اخلاقي پوښتنې را برسیره کړي دي او په آلمان کې د دغه تکنالوژۍ د پلویانو او مخالفینو تر منځ د بحثونو د رامنځ ته کیدو باعث ګرځیدلې ده.

په یوه تازه بحث کې د نړیوالو قوانینو، د بهرني سیاست کارپوهانو او د بشري حقونو فعالان د یوه ګردي میز تر شا راټول شوي ول تر څو د یوې ممکنه راتلونکي پوځي سناریو او د هغې د پایلو پر سر خبرې اترې وکړي.

د جګړې ستراتیژي جوړونکي او د بهرني سیاست کارپوهان د بې پیلوټه الوتکو تکنالوژۍ ته په پوځي مهماتو کې د یوې مهمې وسیلي په سترګه ګوري. هغوی استدلال کوي چې دغه تیکنالوژي د دقیقي څارنې او د جګړې په ډګر کې د پوځیانو د ټپي کیدو او یا هم د وژل کیدو خطر راټیټوي.

خو مخالفین بیا د بیلوټه الوتکو په جګړه کې دا خطر ویني چې د اصلي هدف پر ځای د بل ځای نښه کیدل د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې او مالي تلفاتو باعث ګرځي.

د پوښتنې وړ مشروعیت

په آلمان کې دغه بحثونه وروسته له هغې تاوده شول چې د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمیزیز له متحده ایالاتو څخه د بې پیلوټه الوتکو د رانیولو اعلان وکړ.

د امریکا متحده آیالات په بریا سره په افغانستان، پاکستان او یمن کې د بې پیلوټه الوتکو څخه استفاده کوي تر څو ترهګر او د هغوی پټنځایونه په نښه کړي. خو په آلمان او اروپا کې ډیری کسان له دغه کار څخه ناراضه بریښي.

د نړیوالو او امنیتي چارو د آلماني انستیتوت څخه پیتر رودولف استدلال کوي، چې په اصل کې نه یوازې مشخص افراد، بلکې په ټولیز ډول بشپړې ډلې وژل کیږي.

رودولف وایي چې له دغه تکنالوژۍ څخه د ترورزيم ضد مبارزې کې د پلمې په توګه استفاده کیږي.

د دفاعي چارو کارپوه راینر ارنولد بیا په دې آند دی چې په دې برخه کې کوم قانوني وضاحت ته اړتیا نه لیدل کیږي. هغه وایي چې په قانوني توګه دا هیڅ کوم فرق نه رامنځ ته کوي چې برید د کوم کس له لوري تر سره کیږي او یا د لیرې څخه کنترولیږي او زیاته یې کړه چې د وسلو انتخاب د هغې پایلې هم تعینوي. هغه وړاندې وایي چې د بې پیلوټه الوتکه په واسطه «سړی هغوی نیولای نه شي، یوازې وژلی شي.»

بې خطره جګړه

یو مهم علت چې ولې سیاسي مشران د لیرې څخه کنترولیدونکي الوتکې غوره ګڼي، دا دی چې عوام نه غواړي چې عسکر یې لیرې ځایونو ته د خطرناکو ماموریتونو له پاره واستول شي. د پوځي ستراتیژۍ زیاتره جوړونکي په دې آند دي چې په اوس او راتلونکي وخت کې به د شخړو په وړاندې جګړې ډیر وړاندې د خپلو سرحدونو څخه کیږي او د دې له پاره بې پيلوټه الوتکه بهترینه حل دی.