1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بې پیلوټه الوټکې برید درې شکمن کسان ووژل

۱۳۹۱ خرداد ۱۳, شنبه

په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه نوې برید کې د شنبې په ورځ لږ تر لږه درې شکمن کسان وژل شوي دي. په همدې حال کې د جمعې په ورځ په افغانستان کې په دوه جلا جلا پیښو کې څلور پولیس او یو بریتانیايي سرتیری هم وژل شوی دﺉ.

https://p.dw.com/p/156rC
انځور: AP

دا په تیرو ۱۱ وروځو کې پر پاکستان باندې د بې پیلوټه الوتکو شپږم برید دئ. دغه برید د جنوبي وزیرستان په خواشيخیلو سیمه کې تر سره شوی دئ. د پېښې خبر یوه پاکستانی چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط ورکړی دئ.

هغه ویلي دي: «بې پیلوټه الوتکې دوه توغندي وتوغول چې په بشپړه توگه ئې یو موټر له منځه یووړ. په دې برید کې لږ تر لږه درې یاغیان ووژل شول.»

یوه بل پاکستاني چارواکي ویلي دي چې پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې یاغیانو غوښتل له یوه ځایه بل ځای ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل له متحده ایالاتو څخه د دې بریدونو د بندولو غوښتنه کړې ده. اوس د پاکستان او امریکا اړیکې تر بل هر وخت ډیرې ترینگلې دي. د دواړو هیوادونو اړیکې تر هغه وروسته لا خرابې شوې چې تیر کال د ناټو په یوه هوایي برید کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول.

د بې پیلوټه الوتکو زیاتره بریدونه په شمالي وزیرستان کې تر سره کیږي. ویل کیږي چې په دې سیمه کې د حقانی ډله، افغان او پاکستاني طالبان او القاعدي پورې تړلې نورې ډلې میشتې دي. د حقاني پر ډله باندې تور دئ چې په کابل کې ئې د متحده ایالاتو پر وړاندې بریدونه کړي دي. څو ورځې مخکې متحده ایالاتو د دغې ډلې دوه غړي پخپل تور لیست کې شامل کړل.

که څه هم پر پاکستان باندې تور لگول کیږي چې د حقاني د ډلې په گډون د یو شمیر افراطي ډلو ملاتړ کوي خو دغه هیواد له دې خبرې انکار څخه کوي او وايي چې خپله د ترهگرۍ له کبله ډیر زیانمن شوی دئ.

د افغانستان امنیتي پېښې

د افغانستان په اروزگان ولایت کې د جمعې په ورځ دوه چاودنې وشوې چې په پایله کې ئې ځلور تنه افغان پولیس ووژل شول. د اروزگان ولایت د پولیسو یوه چارواکي گلاب خان، ویلي دي چې دواړه پېښې په موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو موادو پواسطه رامنځ ته شوې دي. په دې پېښو کې دوه تنه پولیس ټپیان شوي هم دي.

په همدې حال کې د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي چې د جمعې په ورځ د هغوی یو تن سرتیری د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې وژل شوی دئ. د وزارت د معلوماتو له مخې دغه سرتیری لومړی سخت ټپي شوی وو او بیا وروسته مړ شوی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض