1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بې پیلوټه الوټکې برید پنځه شکمن کسان ووژل

۱۳۹۱ خرداد ۸, دوشنبه

په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو په یوه نوې برید کې پنځه شکمن کسان وژل شوي دي. دغه خبر پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ ورکړی دئ.

https://p.dw.com/p/153Pq
انځور: AP

په وروستۍ پېښه کې د یکشنبې په ورځ ناوخته بې پیلوټه الوتکې د میرعلي سیمې ته نزدې پر یوه کور او یوه موټر باندې پنځه توغندي وتوغول. په دې برید کې پنځه شکمن کسان وژل شوي دي. که څه هم لا تر اوسه پورې د وژل شوو کسانو هویت نه دئ معلوم شوی خو په دې سیمه کې د طالبانو او القاعدي ډیر غړي میشت دي.

دغه برید په شمالي وزیرستان کې په تیره یوه اونۍ کې د خپل ډول څلورم برید دئ. تر دې پخوا د شنبې په ورځ د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور شکمن وګړي، د پنجشنبې په ورځ لس شکمن وګړي او د چهارشنبې په ورځ څلور شکمن وگړي وژل شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل له متحده ایالاتو څخه د دې بریدونو د بندولو غوښتنه کړې ده. اوس د پاکستان او امریکا اړیکې تر بل هر وخت ډیرې ترینگلې دي. د دواړو هیوادونو اړیکې تر هغه وروسته لا خرابې شوې چې تیر کال د ناټو په یوه هوایي برید کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول.

د بې پیلوټه الوتکو زیاتره بریدونه په شمالي وزیرستان کې تر سره کیږي. ویل کیږي چې په دې سیمه کې د حقانی ډله، افغان او پاکستاني طالبان او القاعدي پورې تړلې نورې ډلې میشتې دي. د حقاني پر ډله باندې تور دئ چې په کابل کې ئې د متحده ایالاتو پر وړاندې بریدونه کړي دي. څو ورځې مخکې متحده ایالاتو د دغې ډلې دوه غړي پخپل تور لیست کې شامل کړل.

که څه هم پر پاکستان باندې تور لگول کیږي چې د حقاني د ډلې په گډون د یو شمیر افراطي ډلو ملاتړ کوي خو دغه هیواد له دې خبرې انکار څخه کوي او وايي چې خپله د ترهگرۍ له کبله ډیر زیانمن شوی دئ.

په داسې حال کې چې د پاکستان پارلمان د مارچ په میاشت کې له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې پر پاکستان باندې خپل د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي، خو د دوشنبې ورځې برید یوازې په تیره یوه اونۍ کې د خپل ډول څلورم برید دﺉ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم