1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاجيکستان او ترکمنستان په سرحد کي د ياغيانو د فعاليت بيره

انترفکس/ نجيب الله زیارمل۱۳۹۳ دی ۱۲, جمعه

د روسيې يو لوی ديپلومات وايي، چي په دوبي کي له افغانستان سره د تاجيکستان او ترکمنستان سرحدي سيمو ته د اسلامي افراطيانو ستر خطر متوجه دی.

https://p.dw.com/p/1EE72
انځور: DW/G. Faskhutdinow

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين ځانگړی استازی ضمير کابلوف، وايي چي تاجيکستان او ترکمنستان اوس دې ته څير دي، چي په دوبي کي له افغانستان سره په سرحد کي د اسلامي افراطيانو پراخ فعاليتونو پيلېدای سي.

دغه روسي ديپلومات له انترفکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي: «مرکزي اسيا ته له افغانستان څخه د جنگ وربهېدلو مخنيوی چاره نه لري. د دې له پاره اوس ښه دليل سته.»

هغه زياته کړې ده چي په افغانستان کي د جنگيالیو د راټولېدو دوه داسي ځايونه جوړ سوي دي، چي يو ئې د تاجيکستان سرحد او بل ئې ترکمنستان ته څير دئ: «په دغو ځايونو کي په کافي اندازه جنگيالي راټول سوي دي.»

کابلوف ويلي دي: «موږ ويلای سو، چي تاجيکستان ته په متمرکز ځای کي له څلور څخه تر پنځو زرو پوري جنگيالي راټول سوي دي او ترکمنستان ته دوه نيم زره څير دي.»

د روسيې دغه لوی ديپلومات ويلي دي، چي دوی ته بېلابېلي اوازې وررسېدلي دي، چي د سرحد په دې او هاغاړه کي د جنگياليو ترمنځ خبري رواني دي، څو په دوبي کي خپل حضور وښيي.

هغه دغه راز د جنگياليو د روزنځايونو خبره هم کړې ده، چي پکښي جنگي روزنه ورکول کيږي: «موږ د دغه شان درو ځايونو په اړه خبر یو، خو کيدای سي چي ډېر وي. له دغو روزنځايونو څخه هر ټپال ۵۰ تنه فارغيږي. په دې سره نو له دغو درو کمپونو څخه چي حداقل موږ په خبر يوو هر ټپال يعنی په دوو مياشتو کي ۱۵۰ تنه فارغيږي.»

د کابلوف په خبره په دغو کمپونو کي تر ډيره ځایه له مرکزي اسيا هيوادونو څخه تښتېدلي کسان روزل کيږي. هغه زياته کړې ده: «کله چي دغه کسان له خپلو هيوادونو څخه وځي او هلته ورځي، نو خود به روزل کيږي او بيرته به خپلو هيوادونو ته لېږل کيږي.»

د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين ځانگړي استازي ضمير کابلوف، ويلي دي چي د تاجيکستان او ترکمنستان حکومتونه له دغه گواښه خبر او اقدام ته تيار دي.