1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاجيکستان د ولسمشرۍ ټاکني او د اپوزيسيون چانس

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۱۴, سه‌شنبه

په تاجيکستان کې د چهارشنبې د ورځې ( ۲۰۱۳کال د نومبر۶) په ولسمشریزو ټاکنو کې شپږ تنه نوماندان سیالي کوي. د تر سره شوو نظر پوښتنو له مخې اوسنی واکمن امام علي رحمان، د ۹۰ سلنو رایو پر تر لاسه کولو حساب کولای شي.

https://p.dw.com/p/1ABnT
انځور: DW/G. Faskhutdinov

د تاجيکستان د «اوراسیا» بنسټ د مشر روشن عبدالله یف په آند، امام علي رحمان به دغه ټاکنې بې له کومې ستونزې وگټي. عبدالله یف، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «په تیرو لسو کلونو کې چې اپوزیسیون په سیاسي ډگر کې د پرمختگونو له پاره هڅي کړي دي، د واکمنانو له خوا د هغوی مخه نیول شوې ده. زما په آند له دې امله به رحمان په آسانۍ سره ټاکنې وگټي.»

د تاجيکستان ولسمشر د اوو کلنو له پاره ټاکل کیږي. ۶۱ کلن امام علي رحمان له ۱۹۹۲م کال راهیسې په دغه هیواد کې واکمني کوي. په ۱۹۹۹ او ۲۰۰۳کلونو کې په اساسي قانون کې د بدلونونو د رامنځ ته کولو په ترڅ کې اوسنی ولسمشر تر ۲۰۲۰ کاله پوري په ټاکنو کې د برخي اخیستلو له پاره ځان ته لاره پرانیستې ده.

د رحمان په مخکي جدي سیال نشته

له رحمان سره په دې ټاکنو کي د پنځو گوندونو استازي د هغه په مقابل کي ولاړ دي، خو سړی هغه د رحمان د پیاوړي سیالانو په توگه مطرح کولای نه شي. د سیاسي چارو کارپوه روشن عبدالله یف په دې اړه وايي: «د کمونيست گوند له کاندیدانو پرته به په قوي احتمال سره هر کاندید دوې سلنه رایې وگټي. د کمونيست گوند قوت ته په کتو سره ښایي د دغه گوند کاندیدان پنځه سلنه رایې لاس ته راوړي.»

د امام علي رحمان اصلي سیاله مخکښه مدافع وکیله او د بشري حقونو فعاله نیکو بوبو ناسوروا کیدای شوای. هغه د اسلامي گوند له خوا کاندیده شوې وه. خو د هغې د کمپاین ډله په دې و نه توانیده چې د ولسمشرۍ د کانديدي له پاره اړین شمیر لاسلیکونه راټول کړي. بوبو ناسوروا په دې کار کي اړوند مقامات مسؤل گڼي.

په مرکزي آسیا کې یو بې وزله کور

په انتخاباتي مبارزه کې د ټولو گوندونو کاندیدانو د خلکو له پاره د یوه ښه تعلیمي او روغتیايي سیستم د ر امنځ ته کولو ژمنه کړې ده. هغوی ویلي دي چې د کورونو بیې به راکښته کړي او نوي کار ځایونه به رامنځ ته کړي. خو دا خبره لا څرگنده نه ده چې د بریا په صورت کې به هغوی دغه ژمني په څه ډول تمویل کړي.

تاجيکستان د مرکزي آسیا تر ټولو بې وزله هیواد دی. په ۲۰۱۲ مېلادي کال کې د نړیوال بانک د اټکلونو له مخې په دغه هیواد کې د سړي پر سر ناخالصه داخلي تولیدات په کال کي ۸۷۲ ډالره وو. د دغه هیواد یو ميلیون وگړي چې د بالغو کسانو یو پر دریمه برخه جوړوي په بهرنیو هیوادونو کې کار کوي، ځکه چې په خپل هیواد کې د هغوی له پاره کارونه نشته.

د تاجيکستان ډیری ستونزي د پخواني شوروي اتحاد تر ړنگیدو وروسته د کورنۍ جگړې څخه را پیدا شوي دي. په دغه هیواد کي د قدرت پر سر د بیلابیلو قومونو تر منځ جگړو چې له ۱۹۹۲ کال څخه یې تر ۱۹۹۷مېلادي کاله پوري دوام وکړ، دغه هیواد ته یې شاوخوا۱۰میلیارده ډالره اقتصادي تاوان واړاوه. پر دې سربیره د تاجيکستان ستونزي د دغه هیواد له ناسازه جغرافیایي موقعیت سره تړاو لري. دغه هیواد په سویل کې له افغانستان سره پوله لري. د امنیت د ټینگښت په موخه تاجيکستان په سرحد کې خپل ۱۶۰۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي دي چې د هغوی تمویل د دغه هیواد پر ضعیف اقتصاد باندي لوی فشار واردوي.

تاجيکستان له خپل شمالي گاونډي هیواد ازبکستان سره هم ښې اړیکي نه لري. ځکه د دغو دواړو هیوادونو تر منځ د اوبو پر سر شخړه موجوده ده. ازبکستان تل تاجيکستان ته د اورگاډۍ یوه مهمه پټلۍ تړي. د تاجيکستان يوازنۍ سره چينه د برېښنا د توليد یوه فابريکه ده چي هغه هم د شخصي شرکتونو او کورونو له پاره په پوره اندازه برېښنا نسي توليدولای.

تاجيکستان بدلون ته اړتیا لري

امام علي رحمان په خپل ټاکنیز کمپاین کې ژمنه کړې ده چې تاجيکستان به د ارتباطي لارو او انرژۍ له انزوا څخه راوباسي. لکه څرنگه چې د دغه هيواد د سیاسي چارو کارپوه رشید عبدالله وایي چې د دغه پروگرام د عملي کولو له پاره رحمان یوه پیاوړي نوي کاري ټیم ته اړتیا لري. د هغه په وینا د هغه ډیری ملگري چې په تیرو لسیزو کې پر ده راټول وو، عمرونه یې تر ۶۰ کلونو اوښتي دي.

دغه کارپوه په دې نظر دی چې تاجيکستان به د ولسمشریزو ټاکنو تر تر سره کیدو وروسته، یوه اوږده او سخته مرحله په مخ کې ولري.