1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاجکستان د نوي چريکي نسل په اړه انديښنې

۱۳۹۰ خرداد ۶, جمعه

په داسي حال کي چي نړيوالي ټولنی منځيني ختيځ ته خپله توله توجه اړولي ده د «ګړکيچ نړيوالي ډلی» د منځيني اسيا هيوادونه ته خپل پام اړولي. دغی ډلی په خپل وروستی رپورټ کی د تاجکستان امنیتی ستونزی په ګوته کړی دی

https://p.dw.com/p/11POx
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

د کړکيچ نړيوال سازمان يو مستقل سازمان دي چي د مسايلو په طرح کولو سره او د هغوي د تحليل وروسته په لوړه کچه يي د حل کوښښ کوي.

د کړيکيچ نړيوالی ډلي د سه شنبه په ورځ يو راپورت خپور کړ چي په هغه کي په تاجکستان کي مخ په ډيريدو شديد امنيتي کواښونه به ګوته شوي. تاجکستان د ډيري معيارونو پر اساس يو غريب هيواد شميرل کيږي چي د ډيرو کورنيو او بهرنيو ستونزو سره لاس او ګريوال دي.

د کړکيچ د ډلي راپورت تر ډير حد پوري د «رشت» د سيمي په نا امنيو تمرکز لري. په دغي سيمي کي د زورپالو او ياغيانو پر ضد د تاجکستان د دولت عمليات ناکامه پاتي شوي دي.

په 2009 کال کي د يو کمين څخه وروسته د تاجکستان په دغي سيمي کي جګړي تر 2010 کال کي هم ادامه پيدا کړه چي وروسته له هغي د تاجکستان ولسمشر، امام علي رحمان، د ميزا خوجه احمدوف سره چي متحد اپوزيسيو غړي دي مذاکري په لاره واچولي.

احمدوف په دي تورن ؤ چي په 2009 کال کي يي یاد شوی کمین په لاره اچولي ؤ خو ده او ډلي یی د عفوي په شرط خپلي وسلي په ځمکه کيښودلي او د دولت متحدين شول.

د کړکيچ د نړيوالي ډلي راپورت ښيي چي د رشت په سيمي کي عمليات دا خبره څرګندوی چي د تاجکستان پوځ د ياغيانو په وړاندي دير پياوړي نه دي.

د کړيچ ډله همداراز د «ازبکستان د اسلامي تحريک» په اړه چي په افغانستان کي فعاليت لري هم خپلي انديښني څرګندي کړي دي.

د کړکيچ په نړيوالي ډلي کي د منځيني اسيا مسوول، پاول کوين جاج، وايي چي د ازبکستان اسلامي تحريک يو چريکي ګروپ دي چي په افغانستان کي د طالبان تر خوا جګړه کوي. هغه وايي: «تاجکستان بايد په دي اميد وي چي د ازبکستان اسلامي تحريک په افغانستان مشغول پاتي شي.»

د کړکيچ نړيوالی ډلی همدراز کواښ کوي چي ضعيف تاجکستان کيداي شي چي د سيمي د چريکانو پام ځان ته جلب کړي. د دي امکان خو بيا ځکه ډير دي چي تاجکستان او افغانستان سره 1400 کيلومره کډه پوله لري.

د دغي ډلي په خپور شوي رپورټ کي راغلي چي که څه هم په تاجکستان کي ياغيان د پياوړي کيدو په حال کي دي خو د په دغه هیواد کي د ياغيانو ضد پوځي ډلو کي ډير کم روزل شوي کسان پاتي دي.

د کړکيچ د ډلی په رپورټ کي راغلي چي دوي ته د ازبکستان اسلامي تحريک او تاجکستان کي د چريکانو نوي نسل ډيري انديښني رامنځ ته کړي دي.

کوين جاج وايي چي په تاجکستان کي فساد تر ډير حد پوري شتون لري او دا چي د تاجکستان دولت افغانستان څخه چين او روسيي ته د مخدره توکو په قاچاق هم تورن دي. جاج زياتوي چي له همدغي وجي څخه تاجکستان افغانستان سره خپله پوله نا امنه ساتلي ده.

په خپور شوي رپورټ کي همدا راز راغلي چي د تاجکستان د دولت سياست فاسد، پوځ يي ضعيف او اقتصاد يي په ډير خراب حالت کي دي. ځيني کارپوهان خو بيا د همدغو دلايلو له مخي هټکل کوي چي کيداي شي په تاجکستان کي هم د عربي نړي په سير اعتراضات رامنځ ته شي.

د کړکيچ د ډلي د اسيا د بخش مدير، روبرت تمپلر، وايي: «رحمانوف دا خبره نه مني چي هغه څه چي په عربي نړي کي رامنځ ته شول په تاجکستان کي به هم پيښ شي. خو تاجکستان ډير اسيب پذير دي يو وړوکي سميزه ستونزه کيداي شي چي په ډير کم وخت کي د رژيم په وړاندي په يو لويي ستونزي بدله شي.»

د کړکيچ نړيواله ډله د تاجکستان او نړيوالي ټولني لپاره يو لړ وړانديزونه لري. دغي ډلي د تاجکستان د حکومت څخه غوښتي چي په دغه هيواد کي اسلامپال جنګيالي عادي ژوند ته وهڅوي. د کړکيچ نړيوالي ټولني همدا راز په چين، روسيي او متحده ايالاتو غږ کړي ترڅو د افغانستان او تاجکستان د پولي د کواښ ميزان وارزوي او د دغي پولي د امنيت د نيولو په موخه لازم کارونه تر سره کړي.

په همدي حال کي د کړکيچ نړيوال سازمان پر نړيوالي ټولني غږ کړي چي تاجکستان ته دی خپلي مرستي يوازي د ځينو اصلاحاتو په شرط تر سره کړي.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: بريښنا صابر