1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تالقان په احتجاجونو کي ډیر شمیر کسان ژوبل شول

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۹, پنجشنبه

د افغانستان په شمال تالقان کي هغه وخت ولسي کسانو ته مرگ ژوبله واوښتله کله چي احتجاج کوؤنکو پدې تور چي ناټو په خپلو عملياتو کي ولسي کسان وژلي دي د احتجاج پر وخت په تاو تريخوالي لاس پوري کړی.

https://p.dw.com/p/11IhV
آرشيف انځور
آرشيف انځورانځور: AP

ويل سوي چي احتجاج کوؤنکو چي تبرونه او سوټيانو سنبال ول پر امنيتي کسانو ډبري واورولې چي په ترځ کي پوليسو ورباندي ډزي وکړې. د پوليسو په ډزو کي د 11 مظاهره کوؤنکو د وژل کېدو تر څنگ د 50 نورو د ژوبل کېدو خبر هم ورکول سوی دی.

په راپورونو کي ويل سوي چي د چهار شنبې په ورځ په تالقان کي په سلگونو په غوسه احتجاج کوؤنکو د ولسمشر کرزي انځورونه وسوځول او په افغانستان کي يې د بهرني ځواکونو پر ضد شعارونه ورکول.

احتجاج کوؤنکي تور لگوي چي ناټو د سه شنبې او چهار شنبې په منځنۍ شپه په پوځي عملياتو کي څلور ولسي کسان وژلي دي. خو ناټو بيا وايي چي دوی د افغان امنيتي ځواکونو په ملگري د وسله والو پر ضد عمليات تر سره کړل چي پکښي دوه نارينه وسله وال او دوې وسله والې ښځي ووژلې سوې.

له بلې خوا د ځايي پوليسو مشر نوري ويلي دي چي وژل سوي کسان وسله وال نه بلکه ولسي خلک دي. نوري و راېټرز خبري آژانس ته ويلي دي « زه په سخته سره د دغه خونړي بريد غندنه کوم.» نوري د تخار څخه د ټليفون پر کرښه و رايټرز خبري آژانس ته ويلي دي چي وژل سوي کسانو د وسله والو سره هيڅ اړيکي نه درلودې او دغه ماښامني عمليات د ناسمو استخباراتي معلوماتو پر اساس تر سره سوي دي.

د ځايي پوليسو مشر نوري زياته کړېده: « دغه ډول عمليات به د افغان حکومت او د هغه د بهرنيو ملگرو سره د ولس واټن لا زيات کړي. »

د ايساف په خبرپاڼه کي راغلي چي دوی د ازبکستان د اسلامي غورځنگ څلور وسله وال غړي وژلي دي چي پکښي دوې مېرمني شاملي دي. د ايساف په خبرپاڼه کي راغلي:

« يوې ښځي چي AK-47 مشينگڼ يې په لاس کي ؤ په نښته کي برخه واخيسته. امنيتي ځواکونو په څو څو ځله ورته په لوړ ږغ خبردرای ورکړی خو دغې مېرمنې پر ځواکونو د توپک مشوکه برابره کړې وساتله او پدې ترځ کي ووژله سوله.»

آرشيف انځور
آرشيف انځورانځور: AP

دا لومړی ځل ندی چي په افغانستان کي د ولسي کسانو د وژنې پر سر د ولسي کسانو او بهرنيو ځواکونو لخوا بيلي ادعاوي کيږي. د دې څخه تر مخه هم د ولسي کسانو وژنه د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو تر منځ يوه شخړيزه موضوع پاته سوې ده.

کارپوهان وايي چي د ولسي کسانو د وژنو موضوع د بهرنيو ځواکونو هغه هڅې هم زيانمنې کړيدي چي د افغانانو زړونه وگټي.

د تخار د ولايتي روغتون يوه ډاکټر سيد احمدي و رايټرز خبري آژانس ته د دې پخلی کړی دی چي تر اوسه پوري وغه روغتون ته 21 ژوبل سوي کسان رسول سوي دي.

د تالقان پېښه د کنړ د هغې پيښي څخه يوه اونۍ وروسته رامنځ ته کيږي چي د کنړ د والي په وينا د ناټو عسکرو يوه لس کلنه انجلۍ ووژله او څلور نور ماشومان يې ژوبل کړل.

د شنبې په ورځ بيا ناټو ويلي ول چي د طالبانو د يوه اورپکي د نيولو پر وخت يې په ناپامي کي يو پنځلس کلن هلک ووژی.

د ملگرو ملتونو په ورستي راپور کي ويل سوي ول چي په افغانستان کي د ولسي کسانو د وژنې تر نيمايي څخه زياته پړه د طالبانو په غاړه ده. خو په راپور کي دا هم راغلي ول چي د ناټو په عملياتو کي هم يو شمېر ولسي کسان وژل کيږي.

احمدولي اڅکزی / آژانسونه
کتونکی: مسعود جهش