1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تايلند حکومت د اپوزېسيون يو مشر وژل سوی دی

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۶, یکشنبه

په تايلند کي د حکومت پرضد احتجاجونو په ترڅ کي د اپوزيسيون يو مشر وژل سوی دی. احتجاج کوونکو د رايي ورکولو څو مرکزونه کلابند کړي دي، څو تر وخت مخکي ټاکنو مخنيوی سوی وي.

https://p.dw.com/p/1AxOE
انځور: Pornchai Kittiwongsakul/AFP/Getty Images

د تايلند پوليس وايي چي د يکشنبې ورځي (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۶) په تاوتریخوالي کي يو تن وژل سوی او څو تنه نور ټپيان سوي دي. د تايلند د ملي پوليسو وياند پيا اوتايو، ويلي دي چي وژل سوی کس سوتين تاراتين، يو د دغه هيواد د اپوزېسيون له مشرانو څخه دی.

دا په داسي حال کي ده چي د انتخاباتو کمېسيون چارواکي وايي چي په بنکاک کي د ۵۰ ناحيو د رايو ورکولو مرکزونه کلابند سوي دي او څوک نسي کولای چي د رايو ورکولو له پاره ورسي. په تايلند کي د فيبرورۍ مياشتي پر دوهمه نېټه ټاکني ترسره کيږي.

د تايلند د انتخاباتو کمېسيون مشر پاچونګ نوتراوونګ د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د راپورونو له مخي د بنکاک د رايو ورکولو له ۵۰ مرکزونو څخه ۳۴ يې تړل سوي دي.» هغه دغه راز زياته کړې ده چي د دغه هيواد په جنوبي ولايتونو کي چيري چي مخالفان قدرت لري هم ډېر مرکزونه تړل سوي دي.

په انتخاباتو کي د تاوتريخوالي ويره

تر وخت مخکي رايي ورکول د هغو کسانو له پاره يوه اسانتيا ده چي کولای نه سي د فيبرورۍ مياشتي پر ۲ نېټه په ټاکنو کي ګډون وکړي. دغه راز دغه ټاکني يوه ازموينه ده چي آيا کېدای سي انتخابات بې له تاوتريخوالي ترسره سي.

په تايلند کي له ۹ مياشتو راهيسي په احتجاجونو کي نزدې نهه کسان وژل سوي او په سوونو نور ټپيان سوي دي. اعتراض کوونکي د دغه هيواد لومړۍ وزيره ينګلک شيناواترا په دې تورنوي چي د خپل ورور تاکسين شيناواترا تګلاره تعقيبوي. پخوانی لومړی وزير تاکسين شيناواترا چي په تبعيد کي ژوند کوي په ۲۰۰۶ کال د دغه هيواد د پوځ له خوا په یوه پوځي کودتا کي را ورځول سو او وروسته بيا د فساد په تور محاکمه سو.

د ينګلک شيناواترا د «پويي تای» ګوند تمه لري چي په ټاکنو کي به بيا هم بری خپل کړي. دغه ګوند د تايلند په شمال او شمال لوېديځو ولايتونو کي ډېر پلويان لري. دا په داسي حال کي ده چي د اپوزېسيون «ديموکرات ګوند» ټاکني تحريم کړي دي.